په هېواد کې سوله شونې ده؛ خو پخه اراده نه ده موجوده!   

سوله د الله جل جلاله د ټولو مخلوقاتو له پاره اړينه او فطري غوښتنه ده، سوله يواځې دانسانانو لپاره نه بلکې په هوا کې د مرغانو له پاره، په ځنګل کې د ځناورو لپاره، په سمندر کې د ژويو لپاره، په دښته کې د خځندو لپاره او په زراعتي ځمکو کې د نباتاتو لپاره ترټولو اړينه او مهمه غوښتنه ده.
 
په یادو ټولو مخلوقاتو کې تر بل هر چا انسان زيات سولې او ارامي ته اړتيا لري.
 
جنګ او سوله دوه متضادې کلیمې دي چې د حق او نا حق (عدالت او ناعدالت)سره مخامخ اړيکه لري.
 
چيرته چي حق او عدالت د انسانانو ترمنځ وجود ولري او بې عدالتي نه وي هلته به تل خلک په سوله او ارامي کې ژوند کوي او چيرته چې حق ترپښو لاندي وي، د حق او عدالت پرځای زورواکي او بې عدالتي وي، نو هلته ضرور د کمزوريو حقوق د زورواکو لخوا تر پښولاندي کيږي، کله چې دا دوه اصلونه په ټولنه کې په متوازن ډول مراعات نه شي نو په هغه ټولنه کې به تل پاتې ناخوالې، جنګ، بېسوادي او وروسته والی وي.
 
چيرته چې جنګ وي، بې عدالتي وي او د خلک د خپلو حقونو څخه محروم وي هلته سولي او ارامۍ ته اړتيا وي.
 
دا چې زموږ په هيواد کې پرله پسې درې لسيزې د پرديو هېوادونو په ګټه ولاړ جنګ روان دی او په کابو کولو کې يې تېر او اوسني حکومتونه پاتې راغلي، خو اوس داسې هيلې شته چې په هېواد کې دایمي سولې ته لاره هواره شي. په هېواد کې د حکومت او طالبانو له لوري په کوچني اختر کې اوربند او ډزبندۍ دا په ډاګه کړه، چې دواړه لوري د جنګ ستړي شوي او سوله غواړي.
 
که امريکا، وسلوال مقاومت او کابل اداره په رښتيا وغواړي چې سوله وکړي، نو دسولې راوستل اسانه او په مخ کې موانع يې په اسانۍ سره له منځه تلی شي، ولې که د سولې لپاره يو له دريو څخه ژمن نه وي نو هيواد به مو په جنګ کې اخته، هيوادوال به مو له وژنو، کرکو، نفرتونو،نيونو، وهلو، ډبولو، جنسي او  روحي تيريو او د ډول ډول تعذيبونو او زجرونو سره مخ وي.
 
دا ډول که جنګ دوام ولري، د امريکا د زیان برخه به پکې تر بل هر هيواد درنه وي. کیدای شي چې دجنګ دوام د ناټو د ټوټه کيدو او د امريکا د اقتصادي او نظامي زوال، د چين ميدان ته راوتلو او په نړيواله کچه ځواکمن کيدو لامل هم شي.
 
که څه هم موږ افغانان سولې او ارامۍ ته اړتيا لرو ترموږ ډيره اړتيا د امريکا ولس ورته لري، په دي هيله او تمه چې د امریکا ولس خپل اواز پورته کړي او له خپلو ظالمو او زورواکو حکمرانانو څخه وغواړي چې سولې ته غاړه کيږدي او د جنګ او زور پرځای د سولې او ديپلوماسۍ پاليسي غوره کړي.
 
د داسي ورځې په هيله چې په هيواد کې ټول افغانان د يو  او بل په څنګ کې د سولي، ارامۍ او خوشحالۍ په فضاء کې د افغان ورورلۍ ژوند ولري او د هېواد د ابادۍ او رغونې فکر يې لا غښتلی شي.