
قسم چې خوښ مې یې
وه مې خندل، څپې مې لا هماغسې په اوږه لاس اېښی و، کښتنۍ شونډه مې له غاښونو لاندې کړه په چورت کې کښېناستم په همدې فکر کې وم چې اوس څه ورته ووایم، له ونې څخه مرغۍ والوته، څو وچې پاڼې مې په چپټر راولوېدې، پاڼو ته مې وکتل دې بیا راته کړل:
- تاته وایم ولې غلې یې!؟
شونډې مې وخوځولې:
- څه ووایم
پورته شوم، ورو ـ ورو مې قدمونه واخیستل، روان شوم، کله مې چې په وچو پاڼو باندې پل اېښود، له کرپاري سره مې یې داسې احساس کولو تا به ویل چې څپه را پسې ده، شاته مې وکتل دا په هماغه څوکۍ ناسته وه، پښې یې په یوه او بله اړولې وې، بکس یې له څنګ سره اېښی و، دېخواته یې را کتل، مخ مې ورڅخه واړولو، حرکت مې وکړ، نارې یې کړې:
- اې لونیه ودرېږه!
باد ولګېد، پورته مې وکتل، ګرد مې په سترګو کې ولوېدې، د چپ لاس په څټ مې چپه سترګه وموښله، شېبه وروسته مې د موبایل په سکرین کې ورته وکتل، تکه سره شوې وه، را لوېدلو پاڼو ته مې پام شو همداسې فکر ورته یوړم:
- څومره لنډه عمر لري، راشنه شي، لویه شي دا بېرته وچه شي، نور شاخې یې ژوندۍ پاتې شي بس ژوند دی روان دی...
په همدې فکرونو کې ډوب وم چې څپه را ورسېده، د ګوتو په سرونو یې راخوشی تار پېکی تر غوږ واړولو ټکری یې په سر راکش کړ راته کړل یې:
- نه درته وایم چې درسره مینه لرم
ما زر ورغبرګه کړه:
- زه هم ضرورت نه لرم
یو قدم مخکې ولاړم، واسکټ مې سم کړ، ځان مې خبرو ته راجوړ کړ:
- دا جمله اوس راته د باور وړ نه ده
ددې سترګې له اوښکو را ډکې شوې په ترخه موسکا کې زیاته کړه:
- وایم درته
د چپټر ورقې مې سره واړولې، نه کېدله چې ځان مې غلط کړی وئ زیاته مې کړه:
- څه راته وایې
دې ورو کړل:
- درته ریښتنې یم
له سترګو څخه یې په نازکو اننګو دې رڼو اوښکو څاڅکي وغړېدل، پزه یې کش کړه، کله مې چې ددې اوښکې وليدې داسې ټوټه ټوټه شوم، د سګریټ مې له جیب څخه را ویستل، په ژبه مې تېر کړ، لایټر ته مې ونیولو تریخ دود مې له پزه ویست په وچو شونډو مې ژبه تېره کړه، دا جمله مې ذهن کې تکرارېده:
- درته ریښتنې یم درته ریښتنې...
خو څه مې کړی وای د اوس وخت قسم خوړلې وعده خو مې نشوای ورکولی!؟
پای