ايران: د قیر د یوه ټانکر او د مسافر وړونکي بس په ټکر کې ۱۱ کسان وژل شوي

روهي (څلورنۍ/۲۰ د چنګاښ)، د ايران په (کُردستان ) کې د قير د يوه ټنکر او مسافر وړونکي بس د ټکر له امله ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د ازادۍ راډيو د خبر له مخې دغه پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه، چې د قير وړونکي ټنکر بريک کار پرېښود او له مسافر وړونکي بس موټر سره يې ټکر وکړ.

سرچينې وايي، چې ښايي د وژل شويو شمېر له دې امله لوړه شي، چې ټنکر په سوزونکي قير بار وو.