
روهي (څلورنۍ/۲۰ د چنګاښ)، د خيبرپښتونخوا د پېښور ښار په شمال - ختيځه برخه کې شوی، چې ۲۰ کسان يې وژلي او ۶۵ نور ټپيان دي.
د پاکستاني ټلوېزيوني چېنل (جيو نيوز) د خبر له مخې بريد د پاکستان ملي عوامي ګوند په هغه راټولېدنه شوی، چې د روانو ټاکنو لپاره راغوښتل شوې وه.
د خبر له مخې په دغه بريد کې د عوامي ملي ګوند يو مشر (هارون بلور) هم وژل شوی دی. ټاکل شوې وه چې هارون بلور به نن ورځ دغه ناستې ته خپله وينا وکړي.
په پېښاور کې روغتيايي مرکزونو ويلي، چې د ۶۵ ټپيانو له ډلې څخه د ۱۵ کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی او ښايي چې د مړو شمېره لوړه شي.
په پاکستان کې شته وسله والو ډول تر اوسه د دغه پېښې مسووليت په غاړه نه دی اخېستی.