په هیواد کې مو رسنیز بهیر???

په هیواد کې مو رسنیز بهیر مخ پر ځوړه روان دى –
بې له شکه چې د بیان ازادی د ولسواکۍ په جوړښت کې بې سارې ګټې لری ،په تیره هلته چې خلک په خپله پرځان حاکم وی خلک دې ته لیوال وی چې خپل غږ په خپله واوری ،په دغه شان ټولنه کې دخلکوغږاخیستل ،خپرول دزړه خبره کول ،ویل اولیکل ډیرمهم رول لری چې پازه یې رسنیوته ورپه غاړه ده .
زمونږپه هیواد کې دولسواک نظام اوبیان ازادۍ تر شعار لاندې درسنیزبهیر دودې په برخه کې وروستی اته کلونه دیادونې اوستاینی وړدی.
ددیموکراسۍ په لسیزه ،وروسته اولاوروسته په کوردننه اودمهاجرت په ټاټوبی کې په پاشلی ډول ځینوچاپیزوخپل ژوندپیل کړه ،په طالبی حاکمیت کې په کوردننه خورې هڅې یوازې په نظام پورې راټولې شوې نږدې نیمه لسیزه رسنۍ په جامد شکل پاتې شوی خوډیر ژرورته موقع برابره شوه، ددولتی اونړیوالواداروترڅنګ ډیروشخصی ادارو ،ډلو،کړیو اووګړیوپه رسنیز بهیر کې خپل ځغل پیل کړه ،هغه مهال چې موپه رسنیز بهیر کې هیڅ نه درلودل اویامودګوتوپه شمیرچاپیزې اوغږیزې درلودې ،لیوالتیا دې ته وه چې دڅومره والی له اړخه خودومره شوچې که دنوروسره سیال نه یونودتول په وخت خوبه موڅوک له پامه نه غورځوی .
دځوانواوهڅاندوفرهنګیانوشعوری اوناشعوری هڅوهغه تشه په لومړیوڅوکلونوکې ډکه کړه دغه بهیردڅلوروکلونوپه موده کې په ښه ډول روان و١٣٨۶ل کال په هیواد کې درسنیو په برخه کې داوج کال ګڼل کیږی خوپه وروستیودوه کلونوکې موپه مطبوعاتی بهیرکې ترلاسه کړې بریاوې دچاپ په برخه کې ټکنۍ ښکاری هغه مهال چې مودشمیر له پلوه سلګونه ليکنۍ (مجلې ،اخبارونه) اوريدنۍ (تلویزون،راډیو) درلودې په وروستیوکې یې شمیر راټول شوى دى ویره شته چې په دغه برخه کې پیل شوى تاند مزل به هم وخت اوحالاتوته په کتوډیر ژر رالنډ اولاروی به یې له مزله ستړی شی .
غیرمسلکی توب،دمعلومومړومالی زیرمونه درلودل،داحساس اوګټوترمنځ ټکرهغه یوازینی علتونه اومهمې ننګونې وی چې دوخت ،حالاتواواحساس نه په اغیزیې زمونږدهڅاندبهیر دلاروومخه ډب کړه .
غیرمسلکيتوب:
دژوندانه په هرډګرکې مسلک په تیره دکارپه ساحه کې دکارګر سره ډیره مرسته کوی هره چاره چې په وړتیا اوپوهی تر سره شی ګټه اوپایښت یې ډیر وی ،په فرهنګی اومطبوعاتی ډګر کې پوهه اومسلک هغه محک دى چې له مخې یې ډیرژر سړى ځان څرګندولى اودکارپه ساحه کې هغه دشاعر خبره ښې ټکې پرې کولاى شی .
خوزموږبدبختی داده چې هرمسلکی موپه خپل مسلک کې دکارکولوهومره احساس نه لری اوکه غیرمسلکی بیا مسلکی چاروته اوږه ورکوی ،ددې پرځاى چې وروزل شی دمزل په لاره یې مخې ته پراته خنډونه له منځه لاړشی دپوهو اومسلکی وړو،وګړولارښوونوته ډیره اړتیا لری ،پوه مسلکیان بیا دملاتړ پر ځاى هغه تخریبوی دستاینې اوکره کتنې پرځاى پرې دومره دنقداونیوکوخولې راخلاصی شی چې دکارخلک هم له کاره ما یوسه اوپښیمانه کړی .
زموږپه مطبوعاتی بهیر همدغه ټکه راپریوتې مسلکیتوب خویوې خواته پریږده غیرمسلکی وګړو موچې په دغه لاره یې قلم اوقدم اوچت کړى و، تخریب شواوهغه چې دیواحساس له مخې یې هڅې په احساساتوولاړې وې دخپلې رسنۍ ټول باريي دنوروپه اوږوبارو،په خپله یې ددوه کرښودتورولو توان نه درلود دلیکنواومطالبودخپریداډیره برخه یې په سوال دبل نه په غوښتلواوخپرولوولاړه وه کله چې به یې دکوم لیکوال څخه دلیکنې هیله وکړه ،لیکوال به ژمنه وکړه خودرسنیو ډیروالی لیکوال هم بې ژبې (بې وعدې) اوبې وسه کړل نوځکه ځینې رسنۍ دلیکلواولیکنودفقر سره مخامخ شوې په خپل ټا کلی وخت خپرې نه شوې وځنډیدې مسولین یې سوال زړه تنګی کړل ترډیره په میدان کې پاتې نه شو اوپه خپله مخه لاړل .
دمعلومومړومالی زیرمونه نه شتون:
بې له شکه چې رسنۍ، لیکنو اومطالبوته داړتیا تر څنګ دچاپ اوخپراوی دپاره پیسوته هم اړتیا لری زموږپه تاوده فرهنګی اومطبوعاتی ډګرکې دځینوچاپیزوخاوندانوبې له دې چې دمزل په لاره دمعنوی زیرمو(موادو) ترڅنګ خپلې مالی زیرمی وسنجوی خپلې رسنۍ ته مالی تمویلوونکې سرچینې پیدا کړی دخپلې رسنۍ چاپ یې دسوال په مزد پورې وتړه همدغه علت وچې په لومړیووختونوکې یواوبل ته د ځولۍ په غوړولو یې ایله دومره څه ترلاسه کړل چې په هماغه مهال یې پرې دخپلې رسنۍ مرګ وژغوره .
په دغه لړکې زیاتره چاپیزې یوازې دڅوتنو(فرهنګیانو،پانګوالو،چارواکو)په مالی مټ پایدې ،همدغه خلک په هره سیمه کې دهغه سیمودرسنیوقلمی اومالی سرچینې وې چې په یوه وخت دټولوخولې ورته خلاصې وې،یادې سرچینې ترډیره تاندې پاتې نه شوې اوځینې یې ډیرژروچې شوې هغوى چې یې شخصې موخې (واک ،شهرت،ګټې )درلودې په ترسره کیدویې دچاپیزوسره خپلې مرستې دوامداره ونشوې ساتلى اوهغه سرچینې چې دسپڅلی احساس له مخې یې رسنۍ تغذیه کولې په یووخت یې دڅورسنیوسره لاسنیوى ونشوکولاى ځکه په بیلابیلوسیموکې ځینې رسنۍ په ټپه ودریدې
داحساس او ګټو ترمنځ ټکر :
په افغانستان کې چې خلک یې دنوروټولنیزوستونزوترڅنګ دډیرواقتصادی ستونزوسره مخ دې زموږځینوفرهنګیانودخپل ژوند دسمبالښت اوپایښت لپاره په مطبوعاتی ډګر کې دیوه احساس سره خپلې هڅې پیل کړی اوډیروله دې لارې ورځنۍ ستونزې حل کړې چې ترډیره په دغه برخه کې بریالی هم شو،خوځینونوروچې بیا دغه بهیر تود ولیده دشخصې ګټې وټې په موخه یې په دغه تاوده بهیرکې دډوډیودپخولوهڅه وکړه خوتنورپرې ډیرژرسوړاوپیړې یې وڅڅیدې ،دهمدغه هدف په بنا رامنځ ته شوېورسنیوسره که په لومړیوکې بااحساسه پښتنولیکوالواوپانګوالوقلمی اومالی ملاتړکاوه،ډیرژر په دې پوه شوچې ددوى سپیڅلى احساس دیوچادشخصی ګټوښکارکیږی نو خپلې مرستې یې پرې بندې کړې ،درسنیوچلوونکی دژورنالستانوپه جامه کې تاجران وپیژندل شو دلته وه چې داحساس اوګټوترمنځ ټکر رامنځ ته شو خپلې مرستې یې پرې بندې کړې هماغه وه چې دنورنوپه دغه ویړ ډګر کې یې خپل نیلى ونشوزغملى ،میدان یې پریښود اوپه خپله مخه لاړـ
اوس چي مودهيواد په بيلابيلو سيمو کي ځيني ليکنۍ،ليدنۍ اواوريدني رسني ژوندۍ دي ډيري يي دنړيوالو ملګروپه مرسته تاندي اوهڅا ندي دي خوويره شته چي يوه ورځ به پري دغه چينه هم وچه شي اوپه هيوادکي به مواسمان ته لوړشوي رسنيزبهيرڅمکي ته راولويږي خوښه داده چي مخکي له دي چي ياران مويووارله ستونزوسره مخ نه شي لاوخت شته چي بايد خپلورسنيو ته سرله اوسه بازارپيداکړي ترڅوله دي ويري چي مرستي پري بندي شي ، په يوازي څان خپل ژوند وکولاى شي .چي ځيني يي په دغه برخه کي دنوروله ملاتړپرته په خپل څان متکي هم دي .
لیکوال:محمدشعیب غروال