د انګلستان د بهرنيو چارو وزیر له دندې استعفا وکړه

روهي (دوه نۍ/۱۸ د چنګاښ)، د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن او یوه بل وزیر ډېویډ ډیویس د اروپايي ټولنې څخه د انګلستان د وتلو په اړه د پلان په اعتراض خپلې استعفاوې وړاندې کړې.

ورسره سم د برتانيا لومړۍ وزیرې «تېزا مۍ ډومینک راب» له اروپايي ټولنې څخه د انګلستان د بهرنيو چارو د نوي وزیر او ډېويډ ډېویس پر ځای وټاکه، د نوموړې دفتر له بوريس جانسن نه مننه کړې او ویلې یې دي، چې ډېر ژر به د هغه پر ځای هم یو څوک وټاکل شي.

د انګلستان کابينې د تېري جمعې په ورځ له اروپايي ټولنې د انګلستان د وتلو نوی پلان، چې ډېر غبرګونونه یې راپارولي وه، تائيد او تصويب کړ.

د انګلستان حکومت چې له اروپايي ټولنې څخه د انګلستان د وتلو په اړه د خپل پلان له امله تر فشار لاندې راغلی، چې اوس د نوي سرخوږي سره مخامخ شو.

په پام کې ده نهه میاشتې وروسته انګلستان له اروپايي ټولنې څخه جلا شي.