
نړیوال پوره ۱۷ کاله وړاندې افغانستان ته د ترهګرۍ د ځالو د ځپلو په موخه د نړیوالې ټولني په چوکاټ کې د نظامي ځواک سره یو ځای رغلل ، افغانان یې په دې قانع کړل چې افغانستان ته رتګ د اشغال په معنی نه دی بلکې غواړی په دې ملک دافغانانو لپاره په اولو کې انتصابی او ورسته انتخاباتي رژیم جوړ کړی او د حکومتدارۍ او دولتدارې په برخه کې تحصیصی کار وکړي چې مسولیت به دافغانانو وی او دوی به خمایوی ملاتړ وي، په افغانستان کې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د افغانانو سره په رغنیز او نظامی سکتور کې شوی پانګونه تر یو بریده د ستایلو وړ ده ،خو له هم عام افغانان په دې باور دي چې په افغانستان کې د ناټو حضور او د امنیت نشته والي د طالبانو تحریبي بریدونه هغه څه دي چې د نړیوال ځواکونو تر پوښتنې لاندې راوستی.
ناټو په اولو کې ویلی وو، دوی غواړي ترهګر اود هغوی ملاتړي وځپي او په ملاتړو کوونکو هیوادونو یې بندیزونه ولګوی او تر داسې فشارونو لاندې روالي چې د ترهګرې د تولید ، روزنې او بریدونو ته د چمتو کولو څخه مح واړوي.
دا هغه خبرې دي چې اوس خیال بریښی، ځکه چې په دې برخه کې دغه پیاوړو هیواودونو د وسله والو د تمویل هیواد چې پاکستان په سر کې راځې هیڅ داسې طرخه وړاندې نه کړه چې د وسله والو سره د همکارۍ د لاس واخلي.
امریکا او ناټو د افغانستان په جګړه کې تجربه کړه چې د ځواکونو ډیروالي په افغاسنتان کې بې معنی دمهال امریکا او د هغه ملګرو هیوادونو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر کم کړی او د ځواک په ځای په افغان پوځ تکیه کړي.
نړیوالو په افغانستان کې د جکړې لوري افغان څواکونو ته وسپاره چې د مهال افغان ځواک په ډیرو ځایونو کې په خپلواکه توګه د هوای او زمینی ځواک په ملاتړ د وسله والو سره په جکړه کې دي.
خو افغان پوځ هغه ډول مجهزې وسلې او مهمات نلری چې د ترهګري په ضد د ورڅخه سم ګټه پورته شي . افغان پوځ د شپې له لورې په جګړه کې کاریدونکی څيزونه نه نلری هوای ځواک په هغه معنی نه دی او بل د افغانستان په مغلاکه جکړه کې ورته ښه روزنه نه ده ورکړل شوي.
امریکا د طالبانو او بهرنیو طالبانو په وړاندې په ۲۰۰۱کالونو کې داسې نښه وبشتونکو وسلو څخه ګټه بورته کړه چې وسله والو په ټول افغانستان کې په کمو ورځو کې د قدرت له واګې وسله وال طالبان وغورځول وغورځول.
د هغوی مرکزونه له منځه یوړل خو اوس د هغه هوایي ځواک څخه په کمو سیمو کې ګټه پورته کیږی او په یوشمیر ولایتونو کې د وسله والو ولسوالۍ په واک دی او په ښکاره توګه تګ رتګ کوي.
اوس خبره دلته ده چې د امریکا او نړیواله ټولنه ګڼ شمیر ځواکونه چې له افغانستان څخه وتلي او د افغانستان د ټولو سیمو واک افغان ځواکونو په لاس کې اخستی دی والې یې ملاتړ نه کیږي.
امریکا اوس د وسله والو په وړاندې په جکړه کې په سیاسی برخه کې تغیر کړی او د جنګ په ځای ویلی دی چې افغان طالبان چې د نړیوالې ترهګرۍ سره تړاو ونلری کولای شي د سولې د بهیر سره یوځای او په افغانستان کې سیاسی ژوند وکړي
هغوي د افغانستان د جګړې په تجربې وویل چې افغان حکومت ته پکارده چې د وسله والوسره سوله وکړي.
امریکا او د هغه متحدو هیوادونو د افغانستان لپاره د مرستې یوه برخه پاکستان ته ورکړه او په قبایلی سیمو کې د ترهګرو د پټنځایونو او دهغوي مرکزونو د له منځه وړلو په موخه د پاکستان استخبارت ته ورکړل شول ،خو پاکستان په دې برخه کې صادق نه وو نه یواځې دا چې وسله وال وځپي هغه یې تقویه کړل او په دینی مدارسو کې د افغان او پاکستاني طالبان د مذهبي زده کړو په ځای په نظامی زده کړو سمبال کړل او افغانستان ته د ځانمرګو ، او ورنکارو بریدونو په موخه غوپې غوپې را ولیږل.
طالبان د پاکستان د استخبارتي شبکو په دوستور افغانستان ته د ورنکار اعمالو لپاره رلیږل کیږي دلته بریدونه کوی وژل کیږی نیول کیږی او یو شمیر زخمیان کیږی.
هغه نیول شوی طالبان چې په افغانستان کې دافغان ځواکونو له لوري د جکړې په خطونو کې نیول کیږی په خپلو تحقیقاتو کې واېې د پاکستان په دینی مدرسو کې زده کړې کړي ، د افغانستان د جګړې په اړه فلمونه کتلی دي ، چې پکې لوڅې ښځې لیدل کیږی . انګریزان د افغان میرمنو سره یو ځای ګرځې د جماعتونو دروازې بندې لیدل کیږي ، حارجیان په عامو افغانانو ظلمونه کوي ،دغه نیول شوی د مدارسو طالبانو دا هم وایي د فلمونو د لیدو سره یو ځای ورته ګولۍ ورکول کیدې چې د ښو او بد تمېز نشو کولای او ذهن ټول په وژنه او ویر اچونه رټول وو.
پاکستان د خپلې بهرنی سترتیژي د لرلو په وجه دافغانستان د جګړې ډیره ګټه وکړه د امریکا او د متحدو هیوادونو څخه میلیونونه پیسې ترلاسه کړې او د حپل پوځ په تقویه مصرف کړې.
امریکا تر اخره د د پاکستان د په دوه مخې سیاست ونه پوهیده او د هغه هیواد لپاره پخپله ستراتیژی کې د تغیر زیات تغیر را نه وړ.
که څه هم به دې لنډو وختونو کې امریکا پاکستان د ترهګري سره د همکاري په خړ لیست کې شامل کړ خو دغه هیواد اوس په هغه معنی د امریکا او نړیوالو مرستو ته اختیاج نه دی څومره چې څو کاله وړاندې وو.
پاکستان اوس د امریکا په ځای د چین او روسې سره دوستانه اړیکی لري چې شاید د امریکا په ځای اوس ددغه هیوادونو سره د پاسکتان اړیکي تر بل هیواد ګټورې وي.
څه وخت وړاندې داسې ګنګوسي وې چې روسان د وسله والو سره مالي او د وسلو مرستې کوی طالبانو هم پحپلو حبرو کې ویلی وو چې د ا روسې مرستې نه ردولی او نه هم تایيدولی شي.
پخوا داسې کشفی معلومات وو چې طالبانو ته د روسې او عربي هیوادونو مرستې راځې او په پاکستان کې د هغوی به مرکزونو کې د افغانستان د جګړې لپاره ویشل کیږي.
اوس چې امریکا د ۲۰۰۱ کالونو حلاف د ترهګرو او وسله والو به وړاندې په خپلو پلانونو تغیر کړی افغانان هم ددغه هیواد مرستو ، کړنو ته د شک په سترګه ګوري.
هغه پوښتنې چې والې امریکا د ترهګرۍ په جګړه کې په پاکستان ډیر با ور وکړ ؟ والې په هغه هیواد کې د ترهګرو مرکزونه په نښه نکړل . په پاکستان کې د لقاعده او طالبانو د لوړو مشرانو نیول هغه څه نه وو چې د پاکستان د چالاکي پالیسې د ترهګرې په وړاندې د دریځ پرده پورته کړخ اوس والې ددې ضرورت شو چې د جګړې به ځای طالبان د خبرو میز ته ته په کینولو تصمیم نیول کیږی.
امریکا اعلان وکړ چې متحد عربی امارت او یو شمیر نور هیوادونه افغانستان ته ددوی په چوکاټ کې ځواکونه رالیږي. چې د ترهګرو په محنوي کې مرسته کولای شي . همدارنګه سعودی هم اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې د لیولتیا لپاره پخپل هیواد کې د علماوو غونډه رابولي او د افغانستان د جکړې د ناروا بللو لپاره فتوا وړاندې کوي.
شاید عربی هیوادونه اوس د امریکا د فشار تابع شوي وي او د وسله والو سره په افغانستان کې د تیر په څیر د هغه هیواد شیخان د د مرستو (چندو) کمک ونکړي.
د متحده عربي امارتو په کرایه اخستونکي جنګیالی به د افغانستان په جکړه کې مرسته ونشي کړی . ځکه دا ځواکونه به سیمه کې بلدیت نلري . دیوې نا امنه سیمې مسولیت په غاړه نه اخلی . مجهزې وسلې نلري او د افغانستان کې د جنګي ماموریت په ترڅ هوایی ځواک د نلرلو ترڅنګ په سیمه کې شاید سوق الجشي سره اشنا نه دي.
عربي هیوادونه د امریکا تر فشار لاندې پخپلو قونینو کې تغیر راوستی او ددغه ځواک د لیږد معنی هم په دې معنی ده چې د عربان غواړي ځانته د امریکا مخ ور واړوي.
د متخد عربي امارتو د لسګونو په شمیر ځواک چې په لوړ معاش به افغانستان ته د جګړې لپاره راشي او ماموریت به د هغه نورو ځواکونو په څير مثمیر نه وی بلکي یواځې په د هغه ځاي ساتنه کوي چیرته چې میشت کیږي.
ښه به دا وی چې افغانستان ته د ځواکونو په ځای به افغان پوځ تکیه شوي وای . د روزنې ترڅنګ ورته مجهزي وسلې .ورکړل شوی وای او د شعوري ويښتیا لپاره يی د ارتقا او ظرفیت په برخه کې وړ کار شوی وای.
چین او روسیه په سیمه کې دوه غټ هیوادونه دی چې اوس د د پاکستان د حکومت له لارې د وسله والو سره مرستې کوي . دغه دواړه هیوادونه په افغانستان کې د امریکا د شتون څخه ویره لري او ښه لاريی همدا ده چې امریکا ته د طالبانو له لارې ماتي ورکړي.
په اعرق کې د ابوبکر بغدادی په نوم د داعش جوړ شوی ډاله چې د افغانستان په یوشمیر سیمو کې هم وسله وال فعالیت کوی روسیه او چین ورڅخه په ویره کې دی هغوی فکر کوی چې ډغه ډاله د امریکا له مرستو او ملاتړ څخه برخمنه ده او هدف د امریکا په وړاندې د سر خوږي هیوادونه نه امنه کول دي.