محکمې يې د نېولو حکم کړی، خو (مريم نواز) بيا هم د جولای په ۱۳ مه پاکستان ته ځي

روهي (دوه نۍ/۱۸ د چنګاښ)، د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور مريم نواز وايي، چې د روان کال د جولای مياشتې په ۱۳ مه نېټه به له لندن څخه پاکستان ته لاړه شي.

مريم نواز د احتساب محکمې پرېکړه غېرې عادلانه يادوي او زياتوي چې دوی به د استیناف غوښتنه وکړي او پاکستان ته به هم لاړ شي.

ميرمن نواز د احتساب محکمې له خوا په اووه کاله بند محکومه شوې ده. همدا ډول د نوموړې پلار نواز شريف په لس کاله او خاوند يې کپټان صفدر په یو کال بند محکوم شوي دي. که دوی پاکستان ته لاړ شي، نو د يادې محکمې د حکم په اساس به سمد لاسه ونېول شي.

د نوموړې خاوند کپټان صفدر تېره ورځ په پاکستان کې پوليسو ته ځان تسليم کړ او نيول شوي دی.

په نواز شريف او د هغې پر کورنۍ د فساد د شتمنيو تور دی، چې په همدې اساس د محکمې له خوا يې د نېولو حکم شوی. دوی اوس په لندن کې اوسي.