عندليب دير
> په مصيبت واوړېدم
> ما پکې خس لټوو
> > خو د غل ږيره نه وه
>
> هايکو
> څه ښکلے وخت وو ياره
> تا به نوړۍ کوله
> ما به پوکے ورکوو
> هايکو
> په مونږ کې دا مرض دے
> د مړو قدر کوو
> ژوندی په کاڼو ولو
>
> هايکو
> يمه رسا که خطا ؟
> چې په ځان جبر کوی
> هغه وحشی ګڼمه
> هايکو
> په دوي چې تير نه وزې
> دا په پوستکو مين
> له عشقه څه خبردی
>
> هايکو
> زه عندليب ترينه انکار نه کووم
> صبر منم خو تر دې حده نه چې
> په دله ګانو کې حساب شی سړے
وروستي