سامسنګ «Galaxy-Note-9» د اګست په ۹مه نندارې ته وړاندي کیږي

د سامسنګ نوی ځيرک موبايل «Galaxy-Note-9» د پیاوړي او قوي بيټرۍ او چټک ریم درلودونکی دی.

د سامسنګ شرکت چارواکي وایي، چې «Galaxy-Note-9» به د راتلونکي اګست په ۹مه نېټه په نیویارک ښار کې نندارې ته وړاندي شي.

«Galaxy-Note-9» ځيرک موبايل به د 6.3 انچو په اندازه غټ «سکرين» ولري.

سربېره پر دې «Galaxy-Note-9» به په «سنېپ-ډراګون 845» پروسیسر سمبال وي او د لومړي ځل لپاره به (512-GB) حافظه ولري.

سامسنګ کمپنۍ د «Galaxy-Note-9» مختنۍ کېمرې او د ګوتي نښې اخيستونکی يا «Fingerprint» ځايونو ته تغير ورکړی، ترڅو په مبا‍يل کې د ۴۰۰۰ مېګاواټه قوي بيټرۍ لپاره ځای وموندل شي.