نوی ژوند (نظم)

اوس مې تیت نظر راټول دی
اوس مې ته یې په لیمو کې
هغه ورک سکون مې وموند
ستا د زلفو په تیارو کې
اوس ډیوې غوندې بلیږي
زما د ژوند په ماښامو کې
عجیبه بله نړۍ ده
ستا خوږو خوږو کتو کې

زه همدغسې پاشان وم
لکه ریګ په بیا بان کې
ته مې وموندې راټول شوم
ته مې روح شولې په ځان کې
زه حیران یم یاغي سر مې
څنګه ټیټ شو په ګریوان کې

زما د زړه په سوې دښته
د سپرلي نسیم لګیږي
په دې تږې تږې ځمکه
هره ورځ باران وریږي
زما دژند ټول تصویرنه
ستا په سترګو کې ښکاریږي
د ارمان جنډه مې هسکه
د ویصال په باد رپیږې

ته یو ساز نوی اغاز یې
تماشه کې د پناه یم
راغلم بیرته خپل وجود ته
زه هغه وتلې ساه یم
تجربه دنوي ژوند ده
دې موسم سره نااشنا یم
راویښ شوی یم له خوبه
هسې کټ کټ په خندا یم
د نیمګړي ژوند تکمیله
ستا په سترګو کې پنا یم
په خپل کور کې اعتکاف یم
عمرخیل نه یم ملا یم

عمرخیل
صدارت، مرمرینه ماڼۍ