
روهي (يوه نۍ/۱۷ د چنګاښ)، جاپاني چارواکي وايي، چې د سختو بارانونو او سيلونو له امله په دغه هېواد کې تر اوسه ۶۴ کسان مړه شوي او شااوخوا ۴۴ نور ورک دي.
راپورونه وايي، چې دغه بارانونه د هېواد په لوديځه برخه کې شوي، چې په مېلېونه کسان اړ کړي ترڅو خوندي ځايونو ته د تګ له امله خپل غولي پرېږدي.
په ياد هېواد کې د هوا پېژندنې ادارې مسوولين وايي، چې په جاپان دا روان وروستي بارانونه بې ساري دي او په تېر کې داسې بارانونو جاپان نه وو ځپلی.
حکومت دغه لوديځې برخې ته د خلکو د ژغورنې په پار ۴۵ زره کسان چې پوليس، د پوځ سرتيري او د ژغورنو ادارو کارمندان په کې شامل دي لېږلي دي.
جاپان چې له ټاپوګانو جوړ هېواد دی، طعبيي پښې لکه سونامي، توپاني بارانونه او زلزلې په کې ډېرې دي، چې ګڼ ځاني او ملکې زيانونه رامنځ ته کوي.