
د ملي وحدت حکومت درېیمه څلورمه میاشت وه. زه د دارالامان په سړک سې راهي علاوالدین کې اوسیدم. سهار ویده وم کلیوال مې ویل ځان تیار کړه چیرته ځو. دروازې سره ولاړ موټر کې سپاره شوو. موټر کې د همګرایانو د ټیم د غزني یو سپین ږیری هم ناست و. له سټړې مشې مخکې یې د تمسخر په ډول راته وویل، توبه باسې اوس ګټه نه کوي. پوه نشوم له موضوع او د تګ له ځایه نه وم خبر. لار کې یې څو ځلې د تحول ټیم د غړو سپکاوی وکړ. هیڅ مې نه ویل، سپین ږیري ته مې احترام لرل. کلیوال مې په وار وار ورته ویل چې ته مشر یې، سپین ږیری یې عقدې مه پاله انتخابات و تیر شوو، د هر چا خپله خوښه چې چاته کمپاین کوي او چاته رایه ورکوي خو سپین ږیری خپلو خبرو ته خرنډ و. سپین ږیری دې خدای پوی کړي، سر يې را وبمول ورتلونکي ځای ته ورسیدو.
انجینر محمد مې په لومړي ځل ولید. له جوړ پخیر وروسته د سهار چای اماده شو، ښه غوړ چای و. ما یوازي کوچ له عسلو سره وخوړل. انجینر صاحب د غزني په اړه غږیده. د پوره خدمت او کار اراده یې درلوده. غزني ته د خدمت کولو تږی ښکاریده. پارلماني ټاکنې یې یادې کړې. له غزني د پښتنو او تاجکو وکیلانو د راوستلو غوښتونکی و. دا نه وه ورته مهمه چې وکیلان دې حتما حزبیان وي. د تیرو پارلماني ټاکنو د ګډوډیو یې وویل. د یوه بریالي پښتون وکیل ناکامیدل یې ددوی د یوه نږدې ملګري او حزبي وکیل لخوا مثال ورکړ، ویې ویل چې راتلونکي ټاکنو کې به بیا داسې کړنې نه تکراریږي. انجینر صاحب مې خوښ شو، د غزني راتلونکي ته خوښ شوم خو له بده مرغه د وخت په تیریدو هر څه بر عکس روان شول.
لومړي معاونیت کې څوک په دندو وګمارل شول:
اجرایه ریاست په دریو برخو ویشل شوی و. تاجک عبدالله، پښتون محمد خان او هزاره محقق. دریو سرو ښې په درز مقررۍ کولې. عبدالله تاجک مقررول، محقق هزاره مقررول خو انجینر صاحب تر دوی لیږ ډیر ملي و. انجینر صاحب له یوولسو مشاورینو پنځه پښتانه (خپلوان)، پنځه تاجک (پرواني اوښیان) او یو هزاره مقرر کړل. په امنیتي، مالي، فرهنګي او اداري برخه کې یې هم له همدې فرموله استفاده وکړه. د انجینر صاحب دفتر یوه بله ښېګڼه هم درلوده، ټول سره خپلوان او دوستان و. ترورزیان، وریرونه، خوریونه، اوښیان او یو څه کمه اندازه خپل حزبییان. خو لنډه دا چې دفتر کې یې بیګانه سړی نه تر سترګو کیده او انشاالله وبه هم نه لیدل شي.
محمد خان، معلم حبیب الرحمن او مامور جبار شلګري له لومړي معاونیته پوره ګټه واخیسته. د پښتنو او غزني حقوق یې ټول په خپلې کورنۍ او خپلوانو وخوړل. احمدالله زوی یې خپل مشاور وټاکل. ضیا خسر بره یې د پالیسي معاون کړ. محمدالله ساحل اوښی یې زراعت وزارت کې د تدارکاتو عمومي ریس کړ. صفی الله زوی یې جرمني او بلال خسربره یې پاکستان ته په بورسونو ولیږل. محب انصار خسربره یې د غزني د معارف ریس کړ. عزیز خسربره مخابراتو وزارت کې ای ټي آمر. له رحماني کورنۍ یې شاه رسول رحماني امنیتي مشر، اسد اندړ لومړی سکرتر، د رحماني زوی د میدان د انکشاف دهات ریس او فیصل اندړ مشاور سکرتر کړ. حکمت مراد خسر بره یې د غزني د انکشاف دهات ریس کړ. له هیبتي کورنۍ یې مشر هیب شاه خپل مشاور او صبغت احساس د مشاورینو آمر وټاکل. د شلګري د کورنۍ شفیع د سي بي آر پروسې عمومي مالي ریس وټاکل شو عبدالله د لومړي معاونیت عمومي کامپیوټر کار او... خو خلاصه دا چې ددې دریو کورنیو له چوتکي تر سیمرغ مرغه ټول په لویو لویو بستونو وګمارل شول.
محمد خان د غزني او دغزني په لویو مسایلو کې څه وکړل؟
والي، امنیه قومندان، جنایي آمر او د امنیت ریس یې په خپله خوښه وټاکل. کریم متین خپله ټوله کاري دوره دوکتورا ته د پلان جوړولو په تیزس لیکلو تیره کړه. طالبان دده په دوره کې د ښار منځ ته راورسیدل خو که به ښه کیدل که بد دی ورخبر هم نه و. د ښاروال په مسله کې څو ورځې مظاهرې وشوې، ټول پښتانه وښکنځل شول چا غوږ هم پرې ونه ګرول. کرباغ کې د محمد خان په کلي د هزاروو لخوا د شپې چاپه ووهل شوه، بې ګناه ځوانان یې شهیدان کړل، ښځې او ماشومان یې زخمیان کړل او دوه تنه یې ژوندي له ځان سره بوتلل. پښتنو پنځلس ورځې د غزني ښار په شنه یخ کې د تحصن خیمه وهلې وه، خپل حقه حقوق او د بندیانو را خوشي کول یې غوښتل. محمد خان نه یوازي دا چې ددوی غږ یې نه اوریدل پر تحصن خیمې ډزې کونکي هزاره پولیس یې لاهم تقدیرول. د ټاکنو د حوزوي کیدو په مسله کې د غزني تاجکو او پښتنو دوه میاشتې او پنځل ورځې د تحصن خیمه وهلې وه. لمر، ګرمي، دوړې او د روژې سختیوې یې ټولې پرځان منلې وې. په همدې دوه نیمو میاشتو کې محمد خان، معلم حبیب الرحمن او مامورجبار یوه ذره ځاني، مالي او رسنیزه مرسته ونکړه. کله چې د ځوانانو پر مټ ټاکنې حوزوي شوې محمد خان، شلګری، رسولي او هیبتي کورنۍ د خپلو وکیلانو بریا ته اندیښمې شوې. دوی له هزاروو سره په تفاهم دداسې حوزو غوښتونکي شول چې هغو کې به د پښتو وکیلانو بریا ناممکنه وي. ددوی د طرحي د منلو په مقابل کې به هزاره ددوی دری وکیلان (شاه رسول، انجینر عبدالله او مامور جبار) کامیابوي خو کله به هم ددوی خوبونه ریښتیا نشي ځکه ځوانان سره متحد دي.
نور بیا...