د جاپان حکومت ٦٣ کلن (شکو اساهر) او دوه سيانس پوهان اعدام کړل

روهي (نۍ/۱۶ د چنګاښ)، تېره ورځ (جمعه) د جاپان حکومت دشکو اساهر په نوم يو ۶۳ کلن پخوانی مجرم او شپږ نور وسره ملګري اعدام کړل.

د امريکا غږ پښتو وېب پاڼې د خبر له مخې، شکو اساهر د (قيامت ورځ) په نوم يو ډله درلودله، چې په ۱۹۹۵ ز کال کې يې د جاپان په مرکز توکيو کې د ځمکې لاندې ټرېن په تمځای کې د غاز په وسيله يو مرګونی بريد کړی وو.

نوموړي په ۱۹۹۵ ز کال کې د سرین په نو يو غاز په پلاستيکي کڅوړو کې ځای پر ځای کړی وو، چې په خوشي کېدو سره يې ۱۳ کسان ووژل او نېږدې ۶ زره يې ناروغان کړل.

د شکو اساهر او د هغې د ملګرو د اعدام خبر تېره ورځ د جاپان د عدليې وزير له رسينو سره په رسمي ډول شريک کړ.

ويل شوي، چې د (قيامت ورځ) د ډلې او د اساهر له ملګرو څخه يې دوه تنه پوهان وو، چې د سرين غاز يې توليد کړی او وروسته يې خوشي کړی وو.

جاپاني چارواکو په دې اړه مالومات نه دي ورکړي، چې شکو اسهار او د هغې ډلې ولې دغه غاز ازاد کړی او موخه يې څه وه.