غزل


غزل
مساپریومساپریوزه اوته له کوره لرې
یوله بله مروریوزه اوته له کوره لرې
نه موڅوک په قدرپوه شول نه موغږورسېدچاته
غبرګې څړیکې دپرهریو زه اوته له کوره لرې
د بیلتون سیلاب یو وړي بې کسي په زړه نتلي
وخت وهلی په خنجر یو زه اوته له کوره لرې
نه موجان نه موجانان شته نه موزړنوته درمان شته
ډېربې لارې بې رهبریو زه اوته له کوره لرې
مااوتاته دوه د وینو زړونه پاتې دي له ژونده
خو له خپل درده خبر یو زه اوته له کوره لرې
نن به یوسبابه نه یو ځه چې یوبل ته خواږه شو
څولمحې دمازدیګریوزه اوته له کوره لرې
د بیلتون وحشي موجونو رانه وړي امیدونه
اوس پرېوتي له نظر یو زه اوته له کوره لرې
رحماني ناهیلی نه یم درته وایمه نوښته !
دوه څپې دسمندریوزه اوته له کوره لرې
یادونه: -دغه غزل ماګل رحمن رحمانی اوزماګران شاعرملګری فریدنوښت په ګډه یووخت په جلال ابادکې لیکلی وو.