کږې خولې په سوک سمیږي

                   افغانستان کې چې له څلورو لسیزو راهیسې جګړې روانې دي او هره ورځ په یوې بڼه نه په یوې بڼې له خلکو قرباني اخلي، عمومي فضا جنګي شوې ده، دې بدمرغې جګړې له خلکو د ټولنیز اخلاق فرهنګ تر ډېره بریده اخیستی دی، کلیوالي سیمو کې حالات ډېر ترینګلي دي، فاریاب، سرپل، جوزجان او نورو شمال ولایتونو کې داسې څه شوي او داسې څه کیږي چې سلیم عقل یې نه شي منلای، د همدې جنایتونو لړۍ لا روانه ده، خو ولسمشر چې په خپلو پرېکړو کې ورته د پرېکنده سړي خطاب کیږي، دې مسالې ته تازه متوجه شوی دی. ولسمشر لغمان کې یوې غونډې ته خبرو کې ویلي، د زورواکانو دور پای ته ورسېد او اوس زورته نه تسلیمیږي، په هر ولایت کې ښکرور زورواکي شته او اوس نو په حکومت ده چې دغه راز کسان کنترول کړي، ولسمشر وایی، د څو محدودو کسانو خپلسري نور ورته د منلو نه ده او وروسته تر دې به هره برخه کې روڼ حساب کتاب کیږي.
 
              لکه مې چې مخکې وویل، شمال کې وضعه ډېره ترینګلې ده، دغلته هر څه د یوه قوم د منزوي کولو لپاره کیږي خبره لکه لمر روښانه ده، تخار کې د کبیر مرزبان په نوم نامسوول وسلوال دی، کندز کې میرعلم، بلخ کې علم خان آزادي، فاریاب، سرپل، جوزجان او نورو شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د جنرال دوستم ملیشه ځواک خلکو په تېرو بیا پښتنو ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی، د دې ولس ملکیت غصب، ناموس یې بې عزته او نورې ډېرې بلاوې پرې راغلي دي، د څو کلونو مخکې خبره ده، کندز کې د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا ریاست له سیمه ییز خبریال سره له دې وضعیت څخه د خلاصون په لارو چارو غږیدم، هغه را ته وویل ته دا خلک نه پيژني، دوي د خلکو اربابان دي، څه یې چې کړي وي او یا یې کوي، څوک ورته نه شي ویلی چې ولې؟ هغه هم د کندز اوسېدونکی دی، ساه یې لنډه لنډه شوه، را ته یې وویل، ډېر ظلمونه شوي او لا ډېر ظمونه کیږي خو څوک نشته چې وپوښتي ولې، سترګې یې له اوښکو ډنډ شوې پر اننګو یې د اوښکو لښکر جوړ شو، د کوټې فضا آرامه شوه، په کوټه کې د رویال پکې له غږ پرته نور څه نه اورېدل کېدل، څو دقیقې چوپ پاتې شوو یوه عجیبه حالت و، نه ما څه ویلی شوای او نه ده څه ویلی شوای، په شمال ولایتونو کې چې څو کاله د خبریال په توګه پاتې شوی یم، حالات ډېر توپير کوي،هلته سیمه ییز زوراکي په خلکو ډېرې نارواوې کوي، جنسي ځورونې، د کورونو لوټ او تالان، او نورې کرغیړنې لوبې چې قلم یې په لیکلو شرمیږي.
 
                     د کندز لویشت لویشت خاوره د میرعلم د نارواوو یادونه کوي، عامو خلکو سره چې کینې ډېر ویل لري. زما ملګری د کلیو بیا رغاونې او پراختیا ریاست سیمه ییز خبریال د کندز ښار اوسېدونکی دی، دې ولایت کې کور لري، ځمکه لري، توربورونه لري، او د یوه خیر غوښتونکي انسان په سترګه ورته کتل کیږي. ده وویل، شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې خلک ډېر ځورول شوي دي. شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په مهال نامسوول وسلوال ډېر وپړسول، پرېمانه نړیوالې مرستې یې پرې وویشلې.
 
                 عامو خلکو کې باور دا دی چې همدا حکومت و چې دغه خلک یې بیا په خلکو واکمن کړل که نه نو د ملاعمر لښکرو خو سم نرښځیان ترې جوړ کړي وو. داسې ویل کیږي چې د حامد کرزي په واکمني کې یواځې سیاف چې ځان هر مجلس کې سپينه کوتره ثابتوي، او په عدل او انصاف کې د اسلام دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق رض غوندې ځان ښیی او دا ټولې لاسته راوړنې د مجاهدینو له برکته بولي، د دولس سوو افسرانو معاشونه جیب ته اچول او اوس یې هم وراره ممتاز سم نیم کابل را تاو کړی، چې ورته کینې ممتاز غوندې وسلوال د خلکو جمپرونه او زرې ګټڼي. د دې ښکرورو زورواکانو ښکرونه باید مات شي، ولسمشر تازه یو ګام اخیستی، په دې لار یې تلل غواړو ولس ور سره دی، که خپل پریکنده توب ښکاره نه کړي، تاریخ به یې یوه ورځ په هکله منصفانه قضاوت وکړي. په نوي نظام کې هغه کسان ډېر وپړسېدل او لا پړسیږي چې نامسوولې ملیشې یې درلودې، د دې ملیشو لخوا څه نه و چې تر سره شول. ظلمونه خپل وروستي حد ته ورسېدل، د هر انسان د عمر د کلونو په اندازه دهغه سر کې مېخونه ووهل شول، کابل کې څو حکومتونه وو.
 
                   له اشرف غني چې خلک ورته د پرېکنده رهبر په توګه ګوري تمې زیاتې دي، نور باید داسې زورواکان نه وي موجود چې د یوې قول اردو قومندان او والي ته د مرګ ګواښونه کوي، حکومت چې کوم ګام پورته کړی باید مخکې پورته شوی وای، د هرې سیمې فرعون دې د نظام الدین قیصاري له برخلیک سره مخامخ شي، سیمه ییزې ملیشې چې اوس پرې د سیمه ییزو پولیسو نوم اییښودل شوی، باید ژر تر ژره له منځه ولاړې شي همدوي دي چې د ولسوالیو او سیمو په جعلي سقوط کې لاس لري، همدوي دي چې پر وسلوالو مخالفینو حکومتي وسایط او تجهیزات پلوري. هره سیمه قیصاري غوندې لنډغر لري، په کار ده چې د سیمه ییزو ملیشو پر ځای ملي ځواکونه پیاوړي شي، په شمال کې دې د سویل، ختیځ، لویدیځ او نورو سیمو ځواکونه ځای پر ځای شي او په نورو سیمو کې دې د شمال ځواکونه په دې سره به د خپلویو پاللو فرهنګ پای ومومي او خلک به نور ځان نظام کې دخیل وبولي. هر څه به ښه وي، نور به وسلوال طالبان هم دا پلمه له لاسه ورکړي چې وایی، حکومت له فاسدینو، لنډغرو او نامسوولو وسلوالو ډک دی په خلکو نارواوې کیږي، د خلکو تمې دا دي چې هېواد کې قانون حاکم شي، او قانون هغه مهال حاکمیږي چې نظام کې زورور کسان په ګوته او له زوره وغورځول شي، هیله ده چې د نظام الدین قیصاري په څېر نامسوول وسلوال له صحنې وویستل شي، هر هېواد کې حکومتونه مسوول دي چې د خلکو اساسي غوښتنه چې امنیت دی، ټینګ کړي، امنیت اوس نورو هېوادونو کې لومړیتوب نه دی هغو هېوادونو کې چې پرمختګونو انقلاب جوړ کړی، لومړیتوب کار موندنې او نور مسایل جوړوي، خو مونږ له کار موندنو تېر یو، افغانان غیرتي خلک دي، په هر ډول چې کیږي خپلو بچیانو ته ډوډۍ ګټلی شي، حکومت دې د دوي امنیت تامین کړي، له سیمه ییزو زورواکانو دې ژر تر ژره خلاص کړي. حکومت مسوول دی چې د خلکو پلوي وکړي څو محدود کسان باید ونه پالل شي، د دغه راز لنډغرو په وړاندې باید د زور ژبه وکاریږي، زمونږ د نیکونو او پخوانیو هوښیارانو متل دی چې وایی: “ کږې خولې په سوک سمیږي.”