د احتساب محکمې نواز شريف په ۱۰ کاله او د هغې لور مريم نواز په ۷ کاله بند محکوم کړل

روهي (جمعه/۱۵ د چنګاښ)، په پاکستان کې د احتساب يوې محکمې د ياد هېواد پخوانی لومړی وزير نواز شريف په لس کاله، د هغې لور مريم نواز په اووه کاله او د نواز شريف زوم کیپټن صفدر په يو کال بند محکوم کړل.

د محکمې په حکم کې ويل شوي، چې په لندن کې به د نواز شريف او د هغې د کورنۍ شتمنۍ ونېول شي او دواړه به لس مېلېونه پاونډ (اته په نواز شريف او دوه مېلونه په مريم نواز) هم نغدي جريمه ورکړي.

په نواز شريف او د هغې پر کورنۍ له پاکستان څخه په بهر کې د فساد پر پيسو د شتمنيو او جايدادونو تور دی او ويل کيږي، چې دوی نه دي توانېدلي چې په دې اړه سپيناوی ورکړي.

خو نواز شريف وايي، چې د هرې يوې روپۍ حساب ورکولی شي او دغه ډول د محکمې پرېکړې د نوموړي او د هغې د کورنۍ پر وړاندې دسېسې دي.