یو سړي څلور زامن درلودل غوښتل یې چې زامنو ته په ژوند کې د زر قضاوت نه کولو فن ور زده کړي.
سړي خپل زامن لېرې پرتې سیمه کې په مختلفو موسمونو کې د ناک د ونې د څرنګوالي په خاطر ولیږل، اول زوئ په ژمي، دوهم په پسرلي، درېیم په دوبي او څلورم ځوان زوئ یې په مني کې ولیږلو.
د پلټنې او څرنګوالي د لیدلو څخه د بیرته راکرځیدلو وروسته سړي زامن راوغوښتل چې ترې و پښتي؛ څه مو ولیدل؟ اول زوی یې وویل چې ونه ډیره بدرنګه تاوه راتاوه او خرابه وه.
دوهم زوی یې وویل: نه نه داسې نه ده. تکه شنه غوټۍ غوټۍ ګلان او د میوو د امیدونو ښکاریده.
دریم ځوی یې وویل: زه یې نه منم. داسې بیخي نه وه. د بار څخه ډک خوږ بوی اوزړه راښکونکي ونه وه چې له دې څخه مخکې ما نه وه لیدلې.
څلورم زوی یې مخالفت وښود؛ چې تاسو ټولو دروغ وویل. میوې له ډیر پخوالي له کبله زوړندې او راغورځیدلې او عمر یې پوره او د ژوند اخري پړاو یې ؤ.
سړي خبره راغبرګه کړه، چې تاسو ټولو سم وویل. یو یو موسم مو لیدلی. سړي وویل تاسو هیڅ کله د یوې ونې یا یو سړي اصلیت ،خوښي، مینه، طبیعت او مهرباني په یو موسم کې نه شی معلومولای ترڅو د ژوند ټول موسمونه یې ونه ګورئ.
که په ژمي باوري شوی د دوبي ښکلا د پسرلي شینوالی او د مني تکمیلیدونکې شیبې به له لاسه ورکړی، نو هیڅ وخت د ژوند د یو سخت موسم په وجه قضاوت مه کوی د یو موسم درد مه پریږدی چې د ټول ژوند خوشحالي، ارامتیا او کامیابي در تباه کړي.
وروستي