منګی

ځان یې په ټکري کې وپېچلو، ګړی یې اوږې ته کړ، اوبو ته روانه شوه، کله چې د فرزانې کورته ورسېده، زړه ـ نازړه یې دروازه ور ټک ـ ټک کړه، د هغې مور دروازه خلاصه کړه، له ستړي مشیو وروسته یې ورته وویل:
-        فرزانه خو لږ دې وخته ولاړه...
اسما ورڅخه خدای پاماني وکړه، ګړي ته یې لاس ور اوږد کړ، شاوخوا یې وکتل، لمر یې په سترګو ولګېد، کښته یې وکتل، سترګې یې د ښي لاس په څټ وموښلې، د ټکري په پېڅکه یې د سترګو نمجن کونجونه پاک کړل، په زړه کې یې راتېره کړه:
-        چې اوس مې څوک ونه ویني
قدمونه یې ګړندي کړل، لږ وړاندې ولاړه، بېرته یې لږ پښه ونیوله، له ځان سره یې وویل:
-        چې هغه موبایل به یې وړی وي کنه؟ْ!
زړه ـ نازړه د سقاوې پرلور یې قدمونه واخیستل، داسې معلومېده، تا به ویل چې کوم ښه څېز چېرته ورڅخه پاتې، یو ځل به په لاره کې ودرېده، بېرته به د خلکو له شرمه روانه شوه، شونډې به یې وخوځولې:
-        ورکه داسې نه چې اوس خلک کوم شک را باندې وکړي
له ځان سره په یو ډول کشمکش کړې وه چې سقاوې ته ورسېده، په فرزانه یې سترګې ولګېدې، هغې په پاکو رڼو اوبو کې منګی غوټه کولو، داسې معلومېده لکه بېرته چې کور ته روانه وي،دا ورته موسکۍ شوه، په سترګو یې اشاره ورته وکړه، هغه منګی د زیږو ډبرو په منځ کې کېښود، ور روانه شوه،له نورو پېغلو څخه لږ وړاندې کښېناستې، د موبایل غوښتنه یې ترې وکړه:
-        هغه تلیفون دې راوړی؟
 
لیلما ورو کړل:
-        نه؛ ددې کالیو مې جوب نشته، سینه بند مې هم غوڅ شوی
اسما ورته وویل:
-        ولې د پلو لاندې
دې زر ورغبرګه کړه:
-        ورکه سبا به یې مور راسره وویني
اسما یوه شېبه غلې وه وروسته یې له ځانه سره وویل:
-        د هغې لیوني به څومره سودا وي؟!
 
(پای)