سترګې پــــــه ځواب، درپسې تـويې شوې
پــاڼې د کــــــــــــــتاب، درپسې تـويې شـوې
مخ دې د شـيدو پـــــــه رنګ کې ښکلی شو
سرې شونډې شــراب، درپسې تويې شوې
ښکليه! چې مې نن پـه څنګه کې ته نه وې
اوښکې مې دريـــاب ،درپسې تويې شوې
ګورې چې بلۍ ســـــــر تـــــــه ،تسپې درنـه
پام کــوه جــُــــــــــناب، درپسې تويې شوې
څومــــره دې یواځې کــــــــــــــــــړم ارمانه زه
شـګې او تـــــــــــراب، درپسې تویې شوې
تا پسې نيږدې نـــــــــــــه شـــوې ديار ګوتې
زلفې دې غــــذاب ،درپسې تــــويې شوې
تــــــه چې د بلۍ تــــــــــرڅنګ طالبه! تلې
پېغلې پـــــه خوناب، درپسې تويې شوې
طالب منګل
وروستي