۹۲ کلنې مور خپل ۷۲ کلن زوی ووژلو

روهي (پنځه نۍ/۱۴ د چنګاښ)، د امريکا متحدو ايالتو (ارېزونا) ايالت (فونتین هیلز ) ښار کې د (آنا مي بلسینګ) په نوم يوې ۹۲ کلنې مور خپل ۷۲ کان زوی د ټوپک په ډزو وژلی دی.

د محکمې په وينا، (آنا مي بلسینګ) خپل زوی ځکه وژل دی، چې زوی يې پلان درلود ترڅو خپله مور د ساتنې په خونه کې شامل شي او مور يې نه غوښتل چې هلته لاړه شي.

نوموړې ميرمنې خپل زوی ته په خطاب کې ويلي، "تا زما ژوند واخېست او زه به ستا ژوند واخلم." آنا مي بلسینګ پوليسو ته ويلي، چې د زوی له وژل کېدو وروسته يې هڅه وکړه چې خپل ځان هم ووژني خو ژغورل شوې ده.

پوليسو ويلي، چې د خپل زوی له مړينې وروسته آنا مي بلسینګ هڅه وکړه چې د خپل زوی ۵۷ کلنه جينۍ ملګرې هم ووژني، خو هغې ځان ژغورلی دی.

غه قاتله ميرمن پوليسو نېولې ده او محکمه به يې په اړه پرېکړه تر سره کړي.