
ټولګي ته د ننه شوم، د معمول سره سم مې ټولو همصنفیانو ته سلام وکړ، له اوږې څخه مې بکس لرې پر څوکۍ مې کېښود، ټکری مې سم کړ، په خپل ځای کښېناستم، شاوخوا مې وکتل، په شبنم مې سترګې ونه لګېدې، د څنګ له ملګرې څخه مې وپوښتل:
- شبنم چېرته؟
راته ویې ويل:
- راغله؛ بکس یې کېښود، بېرون ته ولاړه داسې خپه معلومېده
له بکس څخه مې موبایل را واخیست، له ټولګي ووتم، په زینو کې کښته شوم د تعمیر شاته ولاړم، د ناجو له لوړې ونې لاندې مې په شبنم سترګې ولګېدې، د سترګو له جامونو څخه یې رڼو ملغلرو تازه داسې لبریز کړی و تا به ویل چې ښه نږدې یار یې مړ دی، ورنږدې شوم، په ولي مې لاس ور کېښود، مخامخ ورته کښېناستم، پوښتنه مې ورنه وکړه:
- ولې ژاړې څه شوي دي له حميد سره دې جنګ کړی؟
ویې ويل:
- نه؛ حمید غواړي اوس مې ژوند برباد کړي مانه داسې یو شي غواړي چې د ویلو نه دي
پوښتنې ته مې ځان راجوړ کړ:
- څه رقم پوه نشم؟!
دې ورو شونډو وخوځولې:
- حميد ته مې وويل نور تا سره خبرې نشم کولای، کورنۍ مې راباندی خبره شوې ده، هغه ومنله؛ خو پدې شرط چې یو ځل هغې سره سېکس وکړم
ورته مې وويل:
- پام کوه چې ددې کار په اړه هېڅ فکر ونه کړې او نه دا اجازه درکوم، زه مو مورته وايم چې هغې سره خبرې وکړي
د شبنم سترګې له اوښکو را ډکې شوې له اوږده ځنډه وروسته یې په ګوډه ماته ژبه وويل:
- نه ـ نه مور مې مه خبره وه هغه مې بیا وژني له حمید سره خبرې وکړه
ما ورغبرګه کړه:
- سمه ده شمېره يې راکړه
حمید ته مې زنګ وکړ، وروسته له معرفت څخه مې ورته وویل:
- شبنم ته ولې ازار ورکوې؟ کومه غوښتنه چې ته ورنه کوې ايا همدې ته مينه وايي؟
را پورې ویې خندل وروسته یې زیاته کړه:
- که ته غواړي چې له دې خبرې تېر شم یو ځل راسره مخامخ خبرې وکړه موبایل کې نه کېږي
کړل مې:
- سمه ده رخصتۍ کې درځم
لنډ ځواب یې راکړ:
- په تمه دې يم
رخصتي شوه، لاړم، کله یې چې د کور مخې ته یې ورسېدم، حمید ته مې زنګ وکړ، څو شېبې وروسته یې دروازه را خلاصه کړه، د سر په خوځولو سره یې د راتګ اشاره راته وکړه:
- دننه راشه
ډېره وډاره شوم، له ځانه سره مې وویل:
- اوس کومه لاره را باندې جوړه نه کړي
کله چې دروازې ته ورنیږدې شوم، پښې مې ولړزېدې، په زړه کې مې سل ډوله خبرې تېرې بېرې کېدې، بېرته شاته شوم؛ خو کله چې د شبنم له اوښکو ډکې سترګې را یاد شوې، څو زړونه مې سره یو کړل، کور ته ور د ننه شوم، په ډار سره مې حمید ته وويل:
- له شبنم سره داسې کار مه کوه واده خو هسې ورسره نه کوې د هغې ژوند هم مه خرابوه
په زوره یې وخندل، ځان یې خبرو ته را جوړ کړ:
- ته دې خپل غم وخوره
زر مې ورغبرګه کړه:
- يعني؟
جیب ته یې لاس کړ، موبایل یې را ویست:
- ودريږه يو شي درته ښايم
ګالرۍ ته لاړ، موبایل یې زما سترګو ته ونیولو په فوټوشاپ شویو بربنډو تصویرونو مې سترګې ولګېدې، حیرانه شوم سترګې مې اوښکو را ډکې شوې، د ټکري پيڅکه مې په سترګو را تېره کړه ورڅخه مې پوښتنه وکړه:
- دادې له کومه کړل؟!
په خندا يې راته وويل:
- شبنم راکړ...
(پای)