
له کاره راغلم، کله چې له موټر څخه کښته شوم، د بلاک مخې ته ډېر خلک ولاړ ول، په څېرو کې یې له ورایه د غم نښې لیدل کېدې، له يو بل سره یې خبرې کولې، ډېره ستړې وم، دوی ته ونه درېدم، ور څخه تېره شوم، د لومړی منزل په زينو کې پورته لفت خواته لاړمه، کله چې د لفت د خلاصېدو بټن ته مې لاس ور اوږد کړ، د سوځېدلي شي بوی مې حس کړ، له دې سره سم مې د یوې ښځې زړه بوږنوونکې نارې تر غوږ شوې، ډېرکوښښ مې وکړ، چې ځان ناګومانه واچوم؛ خو د هغې ښځې چیغو اجازه رانکړه چې غلې پاتې شم، شاته ولاړم، ومې لېدل چې يو سړی ولاړه دی، د خپلې ښځې کاليو ته یې اور اچولی، په چيغو چیغو وايي:
- نوره ماته په کار نه يي، طلاق درکوم، اولادونه دې نه درکوم
زما په ګډون ډېرو کسانو ددې میرمنې ننداره کوله، په ذهن کې مې را وګرځېدل:
- دې ښځې به کوم کار کړی وي چې خاوند یې ورسره داسې کول
د میرمنې په سپره مخې د اوښکو څاڅکې را غړېدل، له خاورو پورته شوه، د ټکري پيڅکه یې په مخ تېره کړه، خاوند یې له پښو ونیولو، بېرته په ځمکه ولوېده، په اوبلنو سترګو یې زارۍ پیل کړې:
- خیر ده داسې مه وایه چې طلاق درکوم
خاوند یې بد بد ورته وکتل، په لغته یې ووهله میرمنې بیا په ژړغوني غږ وویل:
- د خدایه لپاره ما له اولادونو مه جلا کوه
خاوند یې ځواب ورکړ:
- ماته ته نوره نه یې پکار
میرمنې یې بیا ورته وویل:
- د هماغه نجلۍ سره واده وکړه کومه چې ستا خوښه ده، زه ستا مزدوره یم خو له اولادونو مه جلا کوه.
(پای)