کوژده (لنډه کیسه)

د ټولګي دروازه مې ټک ـ ټک کړه، ننوتم، زده کوونکي په ځایونو کې ودرېدل، د ټولګي په اخر کې مې په یوه زده کوونکي سترګې ولګېدې، داسې معلومېدو لکه ټولګي کې چې نه وي، زما په راتګ هم هېڅ پوه نه‌شو، له ستړي مشیو وروسته مې زده کوونکو ته د کښېناستو اجازه ورکړه، په فريد مې غږ وکړ:

- فریده یو ځل د تختې مخې ته راشه
له څوکۍ را پورته شو، د صنف مخې ته راغی، د خپلو ټولګیوالو مخې ته ودرېد، د فريد کالیو او ظاهري بڼې ته متوجې شوم ډېر بې نظمه و، يونیفورم یې نه درلود، مخ يې داسې ښکاریدو تا به ویل چې څو ورځې یې یوه لپه اوبه هم نه دي ليدلې، یو دم یې یوه ټولګیوال نارې کړې:

- استاده فريد داسې خیرن ښکاري لکه د کوڅې هلک
ټولو ورته وخندل، فرید په ډېره خجالتۍ سره يو ځل ماته وکتل، بیا یې سترګي ښکته واچولې ، وه مې وويل:
- اوس خو دې خوب وتښتېد، پام دې شو چې مکتب کې يي ؟

د سر په خوځولو سره یې د “هو” اشاره راته وکړه، بېرته ولاړ، په څوکۍ کښېناست، مارکر ته مې لاس ور اوږد کړ، په تخته مې تاریخ او عنوان ولیکل وروسته مې کړل:

- کورنۍ دنده مو څه وه؟
زده کوونکو د کورنۍ دندې کتابچې ویستلې، د ميز پر سر یې کېښودې، ټولو په خپلو منځو کې سره غږېدل، فريد د صنف په اخرنۍ څوکۍ کې ناست و، کتابچه یې د میز پر سر اېښې وه، زما په نږدې کېدو سره یې هره شېبه په سترګو کې وېره خورېده، کله چې وار ور ورسېد، کتابچه یې راته ونیوله، کورنۍ دنده یې نه وه راوړې، له غوږ څخه مې کش کړ، دوې څپېړې مې ووهلو ورڅخه وه مې پوښتل:
- ولې کورنۍ دنده نه راوړې؟
په ژړوغوني غږ يې وويل:

- استاده پرون زه نه وم راغلی
ورته می وويل:

- اوهو دادې بله ګناه چې پرون درس ته نه وې راغلی
کښته يې وکتل، ځواب را نه کړ، بله کلکه سپېړه مې ووهلو:

- ولې نه وې راغلی بیا چېرته وې؟
په اوبلنو سترګو یې لاس څټ تېر کړ، وچې شونډو یې وخوځولې:

- استاده زما د پلار شيرين‌خوري وه
ټولو ورته وخندل، ده تعجب وکړ، په يو عالم مايوسۍ او خجالتۍ سره یې سترګې ور واړولې، بېرته یې په ځمکه کې سترګې وګنډلې ما زیاته کړه:
- فريده ستا مور نه وه؟
ده کړل:
- نه استاد مور مې نشته
ورو مې زیاته کړه:
- خئ پرون د خپل پلار محفل ته دې تللی وې؟
ده وویل:
- نه استاده پلار مې وويل زه په واده مصروف يم ته دوکان ته کېنه مکتب ته مځه، نن هم د همدې ويلو لپاره راغلی يم چې رخصتي واخلم
بيا مې پوښتنه وکړه:
په څه دليل دې پلار بله کوژده وکړه؟
سترګې یې له اوښکو ډکې شوې ورو یې زیاته کړه:
استاد خو درته وه مې ویل چې مور مې مړه ده ته رانه همدا یوه پوښتنه کوې
(پای)