د نوو استلاګانو ماناوې

۱ _ ملګري ملتونه : د امپرياليزم د معضلو د پلي کولو اداره
٢_ آزادي : شيخ فريده خوله پټه بهتريده
٣ _ ديموکراسي: دښځو به منې
۴ – حکومت : ميم زر ما دا ټوله زما
۵ _ وزارت : خپلوانو او حزبي ملګرو ته کار پيداکول
۶_ رياست : عمومی اداری مدير سره لومړی وګوره
۷ _ عمومي اداري مدير: دپيسو پيداکولو فعاله الاجي
۸ _ ولايت : وړوکی امارت
۹ _ قوماندان : خپل سری ټولواک
۱۰ _ باډي ګارد : د چرسو او هيرويينو معتاد
۱۱_ آمنيت : کور خپل ساته همسايه غل مه نيسه
۱۲ _ صاحب منصب : جانانه ستا يادونه مي په زړه باندي وريږي
۱۳_ پوليس: بې ماډله ډمان او د فلم لوبغاړي
۱۴: ترافيک : چاي پاڼې ورکړه
۱۴_ نظامي وسايط : دشر و فساد او قاچاق سهامي شرکت
۱۵_ فوځ : او هو! ډګروال صاحب
۱۶_ ولسوال : نه د حکومت اونه دولس ( استازې ) نماينده.
١٧_ملک : دوه جنګوه حکومت کوه.
١٨ _ ملت : ( صم،بکم،عمی ) ړوند،کوڼ اوشل شوټ مخلوق
۱۹ _ ښاروال : لاس دبري کاردی
۲۰ _ څارنوال : دلته چي اوسيږی ته تورو ته به سپين وايی سپين ويل به ګران ګڼې
۲۱ _ قاضي : پګړۍ غوا وخوړه.
۲۲ _د ښځو چارو رياست : راشه که توديږي.
۲۳ _ حقوق بشر : ۸۰٪ فيصده د ښځو، ۱۵٪ فيصده د ماشومانو او ٪۵ فيصده د ځوانانو. د سړيو دي خدای مل شي
۲۴ - هنرمند : زما په زر روپی قدم ږدي
۲۵ - ملا : دوخت اواز، د تکبير چيغه، د خان، حاجې او ريس صيب د سپينولو ښه صابون او جواز
۲۶ - انجو ( N.G.O ): لنګه غوا.
۲۷ - ټيکه دار : په ورځ کې ۵۰۰ګرامه چاغ
۲۸ - دکاندار : څوک يی پوښتنه کوي
۲۹ - خدمت : چاته وايی.
۳۰ - صداقت : د بدبختی پنډ.
۳۱: صادق: اهل کار نه دي
۳۲ - خيانت : صاحبه! سلام په دواړو لاسونو
۳۳: خاين : خادم ملت و دين
۳۴ - مخدره مواد : ښه ژوند
۳۵ - سګريټ : دوخت مود او فيشن.
۳۶ – القاعده: د ليبراليزم پيشاهنګ
۳۷: اسامه : د کم عقلو پغمبر او د سي ايې ای ( CIA ) مامورګې
۳۸: طالبان : د ميدان چرګان
٣۹ - حزب : اسلامي او ملی ورسره کړه، نور ملت کته کړه او ورباندې سورېږه
۴۰ -سوله : موږ ورپسې ړانده شو
۴۱ - ملی مصالحت : ټوپکسالار ته وزارت.
۴۲- اطلاعات او فرهنګ وزارت: د کوم فرهنګ ....! وزرات
۴۳ -راديوتلويزون : د ايرانی استعمار او ښکيلاک غږ
٤۴- مطبوعات : دچارواکو دصفت خورجين ( کڅوړه )
٤۵- ټولنيز ژوند: نني ځوانان ترېنه خلاص دی
٤۶- فلم : هرکوڅه، هر دوکان
٤۷ - سرک : شکر موږ يی نلرو
٤۸- سيندونه : بي برقه هيواد
٤۹ - برق : که دا سيندونه مرور له موږ ه نه تللی: اوس به وی په هر کور کی رڼا ګانی ډېرې ډېرې
۵۰- موبايل: ډالر خور .
۵۱- کمپيوټر : د DVD ، VCD ،CD ماشين
۵۲- بيا رغونه: په سرک خاورې او شګې شيندل
۵۳ - سره مياشت : خيرات راوړی خدای مو وبخښه موږ نهار يو
٥۴- صحت عامه : د عامی وژنی اداره
٥۵ - ډاکتر : د قصاب د تره زوی.
۵٦ -جراحي : که خير وي ګور ته به ځي.
۵٧ - نسايی ولادي : د بي ماډله ماشومانو فابريکه
٥۸ - نرس : د کبره ځم په مکيزونو ياره
۵۹ -فارميسسيت : ډاکتر په څه پوهيږي
۶۰ - پوهنتون : چاويل چي درياب کی ګوهر نشته.
۶۱ - استاز : دسايکل چلولولوبغاړی.
۶۲ - محصل : بې ماډله اوبی موده مخلوق
۶۳ - پياده : د ريس صاحب د ليدلو جوازسير ( لايسنس )
۶۴- ماشومان : بې پلاره بې موره مخلوق
۶۵ -حکيمان : ۸۰ کلنه تجربه، ماهرامراض جنسي، احتلام، سرعت انزال، بواسير خوني وبادي وموي رفتګی و کمزوري .....
۶۶ - تعويذ نويس : پير طريقت پيسه خور، غوثيه، قادريه، جنديه ، تعويذ برای خارج رفتن، بې اولادی بی روزګاري، تعويز برايی محبت مين به نشی د ملا په تعويزونو.
۶۷ - پير : د ريا خرقه پرغاړه را اړوي پرې ګمراهان د مخلوقات.
۶۸ - لويه جرګه : د اکثريت ( پښتنو ) د پرځولو پلمه ځاي
                                                                      ډاکټر نجيب زاخېلوال

\"\"