امريکا ته د ايراني ولسمشر حسن روحاني خبرداری

روهي (څلورنۍ/۱۳ د چنګاښ)، د ايران ولسمشر حسن روحاني امريکا ته خبرداری ورکړی، چې که چېرې امريکا د ايران د نفتو او يورنيم د پروګرام پر وړاندې ناوړه ګام پورته کړي، نو پايلې به يې ورته سختې وي.

حسن روحاني د ايران د نفتو په اړه امريکا ته ويلي، "امريکان وايي چې په بشپړ ډول د ايران د نفتو د لېږد مخه نېسي، خو دوی د دغه کار په مانا نه پوهيږي. دا شونې نه ده چې په سيمه کې د ايران د نفتو د صادراتو مخه ونېول شي او که امريکا کولی شي نو دا کار دې وکړي، چې پايلې يې وګوري."

د ايران ولسمشر دا هم ويلي، چې د امريکا له خوا پر ايران د بندېزونو فشار په ايراني ولس دی، خو امريکا وايي، چې مونږ د ايران په حکومت فشار راوړو نه په ايراني ولس.

حسن روحاني دغه څرکندونې سويس ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد له ولسمشر سره په يوې خبري ناسته کې کړي دي.

نوموړي د ۲۰۱۵ ز کال له اټومي هوکړې، چې له ايران سره اروپايي ټولنې او د اوباما د ادارې کړې وه، د ټرمپ وتل د نړيوالو حقوقو پر وړاندې تاوتريخوالی بللی او ياده کړنه يې غندلې ده.