
د يو بل امان الله خان (ولسمشر غني) لپاره؛ يو بل سقاوي (نظام قيصاري)!
داکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د غازي امان الله خان او د نوموړي په پر وړاندې د هېواد له شمال څخه د راپورته شوي بغاوت کوونکي (حبيب الله بچه سقاو) تاريخ او کيسه به مو لوستلي وي. د غازي امان الله خان لوړ او پراخه فکر، د افغانستان د ابادۍ ليدلوری، اصلاحات او سمونې، د هغه وخت د خلکو په عقيده کفر او غرب پالنه وه. بيا له بلې خوا، د هغه وخت افغان ولس، چې په ناپوهۍ او جهالت کې پروت وو، د حبيب الله کلکاني غوندې د يو کس فکر او حرکت ورته؛ اسلامي رسالت، د دين ټېنګښت او د هېواد ژغورنه ښکاره کېدله. د پوهې نه شتون، د پرديو لاس وهنې، د ښه او بد ترمنځ نه تفکيک هغه څه وو، چې پايله يې، افغانستان له امان الله خان محرومه او د اماني افغانستان خوب؛ يو خوب پاتې شو.
له لسيزو او حتا تر يوې پيړۍ را وروسته افغانستان يو بل امان الله خان پيدا کړ. دغه نوي امان الله خان ته د افغان ولس هغه هيلې په غوړېدو شوې، چې تر لسيزو - لسيزو د جګړې په اور کې مړاوې شوې او سوځېدلې وې. ولسمشر غني د غازي امان الله خان په فکر، برنامې، ليدلوري او هوډ سره د افغانستان واک په لاس کې واخېست. خو له لسيزو وروسته بيا هم د افغانانو فکر او ليدلوری هغه ډول پاتې دی، کوم چې په شلمه ميلادي پيړۍ کې وو. دويم امان الله خان (ولسمشر غني) په جګړه کې ښکېل، د بهرنيانو لاس وهنې او په کور دننه په سلګونه (سقويان) ورته پيدا شوي دي.
له (سقويانو) موخه ټول هغه کسان دي، چې د دين، قوم، ژبې او نژاد په نوم د نظام پر وړاندې بغاوت کوي او پرې را چاپيره شوي خلک يې هم د شلمي پيړۍ په څېره ملاتړ کوي. د ۲۱ پيړۍ سقاوي ملاتړي د خپلو مشرانو سقاويانو په اړه يوازې هغه څه اوري او مني، چې دغه سقاوي مشران يې د نورو په لارښوونه ورته وايي. نه يې د زده کړو په اړه فکر کوي، نه د ملي ژمنيتا، نه د هېواد رغونې او نه هم د سياسي اخلاقو.
د ولسمشر غني پر وړاندې، د طالبانو او داعش وسله والو ډلو؛ عطا، عبدالله عبدالله، جنرال دوستم، محمد محقق، احمدضيا مسعود له بغاوتونو او سرخوږيو وراېخوا، اوس د شمال يو ملېشه قومندان، بې سوداه او سيمه ييز سړی هم د بغاوت يو نوی څپرکی شوی.
نظام الدين قيصاري چې د سيمه ييزو پولیسو په پيسو او وسلو کې د فساد، حکومت او امنيتي ځواکونو ته د توهين، ګواښ او بغاوت په تور نيول شوی دی؛ دومره د ارزښت وړ کس شو، چې پلويان يې حکومت ته د سکوت ګواښ کوي او نوموړي يې په ژوندون شهيد، غازي او قهرمان نظام قيصاري جوړ کړ.
نظام قيصاري؛ که پښتون دی، تاجک دی، ازبک دی، هزاره او يا بل هر څوګ؛ د يو باغي غوندې يې ټوپک په غاړه دی، د خبرو د نزاکت او ادب څخه لېرې دی، له سياست او پوځي منظم نظام بې خبره دی؛ يانې ډېری هغه صفتونه او ځانګړتياوې په کې راټولې دي، چې د تاريخ بل ياغي حبيب الله سقاو درلودلې. نظام قيصاري په سپکه ژبه هم د ولسمشر توهين کوي او هم د هغه پوځي کس، چې د قيصاري د عمر په اندازه مسلکي او نظامي زده کړې او تجربه لري.
د افغانانو فکر تر نن هم سقاوي دی؛ که نظام قيصاري وژل شوی وای، نو بيا به دغه کس دويم سقاوي (حبیب الله بچه سقاو) وای او که چېرې اوس له زندان ازاد شي، نو بيا به دويم (مسعود برزګ) ورڅخه جوړ شي.
افغانستان یوه پيړۍ وروسته؛ هم امان الله خان لري او هم سقاويان. نو هم ملاتړ ته اړتيا شته او هم مبارزې ته. تاريخ بیا را تکرار شوی دی!