
روهي (څلورنۍ/۱۳ د چنګاښ)، افغان چارواکو د نوم په نه ښودلو د جرمني (ډي.پي.ای) رسنۍ ته ويلي، چې د پاکستاني طالبانو نوی ټاکل شوی مشر او د يادې ډلې دويمه شمېره تر ټولو لوړپوړی کس (ملا عمر رحمن سواتی) د افغانستان په کونړ ولايت کې وژل شوی دی.
چارواکو ويلي، چې ملاعمر رحمن سواتی تېره ورځ د چنګاښ په ۱۲ نېټه په کونړ ولايت کې د امريکا د يوې بې پېلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې څه وخت وړاندې په کونړ ولايت کې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی وو، چې د پاکستاني طالبانو تحريک يې مړينه تائيد کړې وه. د ملاعمر رحمن سواتي د مړينې په اړه تر اوسه ياد تحريک رسنيو ته څه نه دي ويلي.