اليس ویلز او قمر باجوه د افغانستان او سيمې پر امنيتي وضعيت خبرې کړي

روهي (څلورنۍ/۱۳ د چنګاښ)، د منځنۍ او سويلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې اليس ویلز د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاويد باجوه سره کتلي؛ د سيمې او افغانستان په امنيتي وضعيت يې سره خبرې کړې دي.

د اليس ویلز او باجوه د لېدنې په اړه ويل شوي، چې دواړو خواوو په افغانستان کې د سولې او امنيت په اړه هوکړې ته رسېدلي دي او د ترهګرۍ پر وړاندې د ګړندۍ مبارزې ژمنې شوې.

پاکستانيو رسنيو ويلي، چې جنرال باجوه ژمنه کړي، چې سولې په برخه کې به له افغانستان سره همکاري وکړي او په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ او ډېرې کړي.

ويل شوي چې اليس ویلز پاکستاني چارواکو ته ويلي، چې د افغانستان سره په ګډو پولو کې د ترهګرو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او له افغانستان سره دې همکاري لوړه کړي.

د منځنۍ او سويلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې اليس ویلز له دې وړاندې افغانستان ته راغلې وه او له افغان چارواکو سره يې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او له طالب وسله والو سره د سولې په اړه خبرې کړې وې.