اورې ته سپک مه ګوره !

د سی اين اين افغانستان ته د مخصوصې پاڼې په يوه ويډيو کې يو سپين ږيری يوه ښځه په کوړو وهی او چاپيره ترې نور ګڼ خلک ولاړ دی -زه ددې ويډيو په مذهبی اړخ څه وييل نه غواړم خو يو افغان چې خپل نوم ي په ليک کې مسعود ليکلے دے
ددې ويډيو د لاندې خپل خيالات داسې بيان کړی دی :
[ماله شرم راځی چې زه ځانته افغان وايم او زما خپل وطن بدی شی]دده دې خبرې راباندې غونے زيږ کړو او په خپل ژوند کې مې په وړومبی ځل د يو افغان د خولې نه داسې خبره واوريده-دغه کسانو چې کار يې کړے ښه يې کړي که بد يې کړي خو ځينو خلکو له يې دا موقع په لاس ورکړې ده چې زمونږ د خوږ پيغمبر په ذات مبارک يې ټکونه کړيدی -پښتنو او نورو مسلمانانو ورله ښه مدلل جوابونه ورکړی دی خو زه دې کسانو او مسعود ته سوال کوم چې خپل جذبات په قابو کې وساتۍ دا خپل قام وطن او مذهب مه سپکوۍ او بس دے خلکو زمونږ ډيرې تماشې وکړې او نورو قامونو په مونږ خپل ډير غرضونه سر ته ورسول په دې خاوره ډيره وينه توی شوه ډيرې ککرۍ خاورې شوې ډيرې پيغلې کونډې شوې

حجرې او جوماتونه وران شول د خداي او د رسول د پاره نور په مونږه او خپل ځانونو او راتلونکو نسلونو رحم وکړۍ
عندليب دير