
روهي (درې نۍ/۱۲ د چنګاښ)، د امريکا د متحدو ايالتو د بهرنيو چارو وزارت د پالېسۍ مسوول بریان هووک وايي، چې د امريکا لومړی ګوزار د ايران په اقتصاد دی او له هغې وروسته د ياد هېواد د يورنيمو سېسټم ځپو.
نوموړی زياتوي، "مونږ د ايران سوداګري ځپو او په سوداګرېزه برخه به زمونږ بندېزونه د اګست مياشتې په څلورمه نېټه پيل شي. د بندېزونو په دويمه برخه کې چې د نومبر په ۶ نېټه به پيل شي، د ايران د يورنيمو د غني کولو سېستم هدف نيسو."
په عيني وخت کې ولسمشر ټرمپ هم اروپايي سوداګرېزو شرکتونو ته خبرداری ورکړی دی، چې که د ايران پر وړاندې د امريکا د بندېزونو څخه سرغړونه وکړي او هغه مات کړي، نو مجازات به شي.
امريکا څه وخت وړاندې له ايران سره د ۲۰۱۵ ز کال د اټومي هوکړه ليک څخه بهر شوه او په دغه هېواد يې د نوي اقتصادي او سياسي بندېزونو خبر ورکړ.