اوربند د طالبانو جنګي روحیه ماته کړې

له تېر یوه کال راهیسې پر وسله والو طالبانو کورني او بهرني فشارونه تر بل هر وخت ډېر شوي چې دغه جنګي ډله له افغان حکومت سره د روغې جوړې او مذاکراتو مېز ته راوکاږي. د جګړې پرضد د شاوخوا درې زرو دیني علماوو فتوا په کوردننه دې ته زمینه برابره کړه چې د سولې غوښتنې ولسي حرکتونه پراخ شي او له هر ولایت څخه د سولې غږ اوچت شي.

په افغانستان کې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې لپاره هیلې وروسته له هغې زیاتې شوې چې دې وسله‌والې ډلې د اختر په درېیو ورځو کې، د ولسمشر غني غوښتنې ته مثب ځواب ورکړ او د حکومتي ځواکونو پر وړاندې اوربند عملي کړ. په دې ورځو کې زرګونه طالب جنګیالي ښارونو ته ننوتل او هلته‌یې عامو خلکو او حکومتي ځواکونو سره په شریکه اختر ولمانځه. که څه هم طالبانو د اختر له پای ته رسېدو وروسته سملاسي بېرته جګړې ته مخه کړه، په ځینو ولایتونو کې يي جګړيیز تحرکات پيل کړل، خو دې کار له دې وسله‌والې ډلې سره په کور دننه او بهر د سولې لپاره هیلې او په عین حال کې د خبرو اترو د پیل لپاره فشارونه ډېر کړل.
سر بېره پر دې په کلیو او هغو ساحو کې چې د وسله والو طالبانو تر نفوذ لاندې دي، خلک هڅه کوي چې وسله وال طالبان د سیمه ییزو قومي مشرانو او مخورو په منځګړیوب وهڅوي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي. که څه هم اوسمهال د وسله والو طالبانو لپاره تر ټولو ښه جنګي موسم دی خو له کوچني اختر را وروسته په هېواد کې د تاوتریخوالیو کچه د پام وړ را ټيټه شوه، حال دا چې تېر کال همدا وخت د ناامنیو کچه اوج ته رسېدلې وه او آن ځیني ولایتونه او ستراتیژيکې ساحې د سقوط له ګواښ سره مخامخ وې.

دا د طالبانو لپاره د منلو وړ نه‌ده چې له افغان حکومت سره د سولې لپاره خبرې ونه‌کړي، ځکه اوس د سولې او روغې جوړې لپاره ټول شرایط برابر او ټول خنډونه لرې کړای شوي دي. د خبرو اترو له لارې د یوه سیاسي جوړجاړي په وړاندې خنډ طالب مشران په ځانګړې توګه، هغه کسان دي چې په افغانستان کې نه‌اوسېږي. دا د طالبانو هغه جنګي قوماندانان دي چې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره مخامخ اړیکي لري او دلته په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي شبکې د سیاسي اهدافو د تطبیق برنامې ور سپارل شوې دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې لنډمهاله اوربند پاکستان له استخباراتي شبکې سره د ځینو طالب مشرانو اړیکې خړپړې کړې او د دواړو لورو ترمنځ يي د بې باورۍ یو نوی فصل پرانیستی، ځکه دا اوربند پر طالبانو د پاکستان د فشار په پایله کې رامنځ ته شوی. دې چارې په یو شمېر طالب قوماندانانو کې دا شک یقیني کړ چې په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان د ګټو لپاره پيل شوې، خو د پاکستان حکومت د ځیني مجبوریتونو له امله اړ دی چې له نړیوالو سره د سیاسي تعاملاتو په خاطر د ترهګرۍ پرضد عملي کامونه پورته کړي. پاکستان اوس د امریکا او نړیوالې ټولنې له مطلق فشار سره مخاخ دی چې له خپلو سیاستونو څخه د ترهګرۍ، ملاتړې پالیسۍ حدف کړي.

د ملي یووالي حکومت په تېر یوه کال کې د سولې لپاره ټول اسباب برابر کړل او د جګړې د دوام لپاره هېڅ دلیل نه دی پاتې. نو که د سولې په برخه کې پر طالبانو دا سیاسي، مذهبي، ولسي او نور فشارونه همداسې دوام وکړي، طالبان به ونشي کړای چې په افغانستان کې د اوږدمهال لپاره روانه جکړه تغذیه کړای شي.