د ولسمشر د ننګرهار سفر او ورپورې تړلې هيلې

افغانان په نړۍ کې زوريدلي دي، دکړاو لاملونه يې په هره لسيزه کې دبې ساري دردونو دتراژيدۍ ډکو داستانونو حکايت کوي، دهر دور د ستم نه هيريدونکي صحنې يې تاريخ پخپلو زرينو پاڼو کې ساتلي، دکړاوونو او نه هيريدونکو تراژيديو سره سره بيا هم افغانان دخپل هيواد سره بې ساري مينه لري، زموږ د ادعا داثبات لپاره دډيرو دلايلو دشتون سره سره د بيلګې په توګه يو څو مثالونه راوړو:

افغان ميړني ولس په هر راز شرايطو کې دسمون او رغونې هر اواز ته لبيک ويلى او دمال او سر په بدله د هيواد دابادۍ څخه يې ملاتړ کړى، څو اونۍ وړاندې ددې هيواد ديني علماو دشته ټولو ګواښونو په وړاندې لکه دغر ودريدل او دهر راز ډار او ډاروونکو اخطارونو او چيلنجونو ددوى لورى بدل نه شو کړلى، خپل تر ټولو ستر ملي او اسلامي رسالت يې تر سره کړ او خپلو ولسونو ته يې لورى جوت کړ، شته جنګ جګړو په اړه يې په اجماع سره فتوا ورکړه، ناروا يې وبللې داچې ددرې زره علماوو فتوه ورکول وړه خبره نده او دجنګ په ليکو کې نه اټکليدونکي بدلونونه رامنځ ته کولى شى؛ نو دښمن دداسې اواز دسبو تاژ کولو لپاره پخپل ټول توان هڅه وکړه، ولې ديوې بلى زاويې نه که ددې پېښو ژورو او تياره اړخونو رڼا کولو پسې پايسې را بډوهو ددښمن ډيرې کمزورۍ را په ګوته کوي، کله چې ددې پرتمىينې اجماع دراټوليدلو مخه ونه شوه نيولى، له يوې بلې پلمې يې غوښتل چې ددې فتوى زور او شور اغيزمن کړي، همدا وو چې دغونډې په پاى کې يې بريد وکړ څو تنه متبحر علماء يې پکې شهيدان او ټپيان کړل. ستره موخه دا وه چې ددې مجلس غږ اغيزمن کړي او رسنۍ ددې مجلس دمحتوياتو دخپرېدو پر ځاى پدې اړه د مرګ ژوبلې خبرونو خپرولو ته مخه کړي. دموضوع په اړه لږمخته لاړو؛ خو د وضاحت لپاره اړتيا وه، لکه وړاندې مو چې اشاره وکړه، دغونډې دخپريدو پر مهال دا لومړنى بريد وو خو داختر په ورځو کې دطالبانو او حکومتى چارواکو دغونډې دپاى ته رسيدو پر مهال بيا هغه رنګه بريد تر سره شو او دادى ددريم ځل لپاره دريم ورته بريد هغه مهال رامنځ ته شو چې کله په شاهي ماڼۍ کې غونډه پاى ته ورسيده، سره لدې چې کلک امنيتي تدابير نيول شوي و، خو بيا هم ننګرهاريان دوير په ټغر کيناستل، په تيرو غميزو باندې يې لا سترګې وچې نه وې چې دنورو سترو غمونو کوربانه شول، په پښتو کې يو متل دى چې وايي: يوه دې خطا، دوه دې خطا، نه چې جمله دې خطا. دا درى ورته پېښې په لنډ وخت کې ترسره شوې چې امنيتي منسوبين يې په مخنيوي کې پاتې راغلل، ملت خو هر راز قربانۍ ته چمتو دى دا د ملت هغه مينه دهيواد سره څرګندوي چې دوى د سر په قيمت هغه څه کوي چې دهيواد او ملت لپاره پکې سوکالي او ارامي نغښتې وي. دې غونډې ته ورغلي اشخاصو شخصي غوښتنې نه درلودې، دوى دهېواد ستونزو د حل په موخه دسترو هيلو سره دولسمشر حضور ته ورغلي وو او يا ورتلل، نو ولسمشر چې کومې ژمنې کړي هغه دې د عمل په جامه سينګار کړي، تر څو پدې لار کې دهيواد سپيڅلو شهىيدانو ارمانونه پوره شي.
په درنښت