پاکستان په خړ ليست کې شامل شو، مونږ ته يې ګټه څه ده؟

وروسته له هغې چې د روران کال په فبرورۍ مياشت کې د پیسو د سپینولو د څار نړیوال سازمان پاکستان ته خبرداری ورکړ چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو د شکمنو فعالیتونو د مالي تمویل د سرچینو د وچولو په برخه کې اقدامات وکړي؛ بلاخره تر يوې اونۍ بحثونو وروسته دغه هيواد د ترهرګرۍ د تمویلوونکو هیوادونو په نوملړ کې شامل شو. پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مالي اقداماتو کاري ډلې «ایف. اې. ټي. ایف» چې د دولتونو ترمنځ د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي په برخه کې فعالیت کوي، په پاریس کې تر یوې اوونۍ بحثونو او غونډو وروسته بلاخره پاکستان د ترهګرۍ د تمویل کوونکو هیوادونو په خړ لیست کې ورزیات کړ.
 
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له څو میاشتو راهیسې هڅه کوله چې په دغه لست کې له داخلېدلو څخه ځان وژغوري؛ خو بریالی نه شو.‌ په ورته مهال د پاکستان حکومتي چارواکو د ايف اې ټي ايف ياد اقدام ته غبرګون ښودلی دی او ياد سازمان يې د هندوستان او امريکا متحده ایالاتو تر اغيز لاندې ياده کړې ده. د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر تور پورې کړ چې د څار اداره د متحده ایالاتو او هندوستان تر فشار لاندې ده او دغو دواړو هېوادونو ترکیه، سعودي عربستان او چین هم دې ته هڅولي چې پاکستان یاد لست ته ورټېل وهي.
 
روان ميلادي کال د پاکستان لپاره بد شګون درلود او د پيل په لومړۍ ورځ يې د امريکا د ولسمشر لخوا تند ګوزار وخوړ. ډونالډ ټرمپ د روان ميلادي کال په خپل لومړي ټويټ کې وويل چې د امريکا متحده ايالاتو په تېر پنځلسو کلونو کې پاکستان ته له ۳۳ ميلياردو ډالرو څخه زياتې مرستې له پاکستان سره کړي چې په مقابل کې يې دغه هيواد يواځې دورغ، چل او فريب ورکړی او فکر يې کړی چې د امريکا رهبران ټول احمقان دي. ټرمپ په خپل ټويټ کې پاکستان تورن کړ چې پاکستان هغه ترهګرو ته پناه ورکړی ده د کومو په خلاف چې مونږ په افغانستان کې جنګيږو.
 
له دې ټويټ نه وروسته د امریکا متحده ايالاتو پر پاکستان د ډالرو لنګه غوا وچه کړله او د دغه هيواد له پوځ سره يې خپلې مرستې بندې کړلې. د جنورۍ مياشت کې يې د پاکستان په پوځ هغه ۲۵۵ ميلون ډالري مرسته وځنډوله چې هر کال ورته د امريکا لخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم ورکوله. له همدې ورځو وروسته د پاکستان او امریکا اړيکې ترينګلې شوې او پاکستان تر نړيوالو فشارونو لاندې راغی. د همدې فشارونو په لړ کې دا ځل د پیسو د سپینولو د څار نړیوال سازمان لخوا د ترهګرو ملاتړ کوونکو هيوادونو په خړ ليست کې داخل کړل شو. که له دې وروسته پاکستان په خپله خاوره کې د فعالو تروریستي ډلو د مالي تمویل سرچیني وچې نه کړي؛ نو دغه هيواد به مستقيماً د ترهګرو ملاتړ کوونکو هيوادونو په تور ليست کې شامل شي چې هغه مهال به پاکستان تر حد زيات زيان وکړي.
 
اوس پوښتنه دا ده چې د ترهرګرۍ د تمویلوونکو هیوادونو په خړ ليست کې د پاکستان شاملول به د افغانستان لپاره څه ګټه ولري؟
د پښتون متل دی چې وايې «خدای دې داسې شر پېښ کړي چې زمونږ په کې خير وي» نو د همدې متل په مصداق هر څومره چې پاکستان تر فشار لاندې نيول کيږي او هر څومره چې پرې بنديزونه لګول کيږي؛ نو همغومره به دا هيواد مجبوريږي چې د ترهګرۍ له تمويل نه لاس په سر شي او کله چې پاکستان د ترهګرۍ تمويل او تجهيز پرېښود؛ نو نه یواځې دا چې افغانستان به ترې په ارامه شي بلکې ټوله سيمه به د سولې او امنيت ساه واخلي. لکه څنګه چې په خړ لېست کې د پاکستان د شامليدو سبب په دغه هيواد کې د ترهګرو ډلو فعالیت او د هغوی د مالي ملاتړ سرچينو نه وچول دي؛ نو تر ټولو لويه ګټه يې افغانستان ته همدا ده چې دغه هيواد به اړ شي څو په خپله خاوره کې د مېشتو ترهګرو د تمويل څخه لاس واخلي.
 
خړ ليست کې په شامليدو پاکستان کوم زیان وکړ؟
پاکستان د خپل هيواد د اقتصادي پراختيا لپاره نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق مرستو ته اشده اړتيا لري چې دا دواړه سازمانونه د امریکا متحده آیالاتو تر مستقيم نفوذ لاندې دي. اوس امريکا کولی شي چې له همدغو دوه ادرسونو څخه په استفادې پاکستان خپل ډول ته په هر ډول نڅا کولو ته مجبور کړي. همدا ډول پاکستان د امريکا په غير ناټو ملګرو هيوادونو په ليست کې شامل دی او که د امريکا ډول ته سم ونه ګډيږي؛ نو متحده ايالات کولی شي چې پاکستان د غير ناټو هيوادونو کې یې د ملګرتيا له ليست نه اوباسي چې په دې سره به پر پاکستان د امریکا لخوا ټولې مالي مرستې بندې شي. یعنې پاکستان پيسو ته اړتيا لري او تر ډيره پيسې يې همدغه دوه نړيوال سازمانونه ورکوي چې دا هم د امریکا تر نفوذ لاندې دي؛ نو پاکستان مجبور دی چې د خپلې بقا لپاره د امریکا ډول ته څڼې وغورځوي چې له امله به یې طالب ځواکونه هم سولې ته اړ کړي او زموږ په ګران افغانستان کې به د سولې لمن وغوړېږي او پرمختګ او تعلیم ته به زمینه برابره شي او خلک به د آرام ژوند له نعمته برخمن شي.