
روهي (دوه نۍ/۱۱ د چنګاښ)، جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازیګر د جلال اباد ښار په شاهي ماڼۍ کې د ننګرهارولایت له ځوانانو، مدني فعالانو او خبریالانو سره په ناسته کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
په پیل کې مطیع الله احمدزي، نجیب الله صاحب زاده او بختیار رحماني د نورو په استازیتوب جمهوررئیس غني ته ښه راغلاست ووایه او په بېلابېلو برخو کې یې د هغه هلې ځلې وستایلې.
دوی د پولیسو تشکیل کې د زیاتوالی، حج او اوقافو وزارت سره د جوماتونو او مدرسو د ثبت، اداري اصلاحاتو بهیر چټکول، د تورخم په کمیسارۍ کې د فساد مخنیوی، د ښار پراختیا او کانالیزاسیون ته پاملرنه، په معیاري ډول د ننګرهار پوهنتون ودانۍ جوړول، خصوصي پوهنتونونو ته د ماسټرۍ پروګرام د اجازې ورکول، په خصوصي پوهنتونونو کې د جعلي اسنادو د ویش مخنیوی، ننګرهار ته د ملکي الوتنو پيلول، د کابل- جلال اباد او تورخم ـ جلال اباد په لویې لارې د کار پيل، د سراج العمارت بیارغاونه، د رڼو ټاکنو کول او د سولې بهیر څخه د ملاتړ موضوعات له جمهوررئیس سره شریک او په اړه یې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس غني د ځوانانو او مدني فعالانو غوښتنې او اندېښنې پر ځای وبللې او هغو ته یې د رسیدګۍ ژمنه وکړه وې ویل: دا وطن اقتصادي استقلال نه لري، په صدقو روږدي یوو، که غواړو زموږ ملي هیلې ترسره شي، باید په دې وغږیږو چې په خپلو پښو ودریږو، ځکه دا بهرنۍ مرستې به تل نه وي او یوه ورځ به ختمې شي.
جمهوررئیس غني د ټولنې په اقتصادي پرمختګ کې د ځوانانو نقش ته په اشارې وویل، د ځوانانو بشري پانګه مطلق تمرکز ته ضرورت لري، خپله ټولنه باید له مصرفي حالت څخه تولیدي ته بدله کړو، د پانګونې لپاره شرایط اماده کړو، د ادارو اصلاحات ځکه غواړو چې ځوان نسل ته د خدمت زمینه مساعده شي، خو د ځوانانو ظرفیت باید لوړ وي چې ولس ته خدمت وکولای شي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، تاسې او نړۍ ته مې ثابته کړه چې په افغانستان د چا پور نشته، موږ ازاد یو او له هیچا سره دښمني نه لرو، خو بي عزته دوستي هم له چاسره نه غواړو.
جمهوررئیس د امنیتي اندېښنو په اړه وویل، دا ځل ژمنه نه بلکې عمل غواړم، نن مې امنیتي غونډه کې والي صاحب ته اختیار ورکړی دی چې د امنیت لپاره جدي ګامونه واخلي او ټولو ته ووايي لاس مو خلاص موږ نور فساد نه منو.
جمهوررئیس وویل، بل کال ته به شپږ سوه میګاواټه وارداتي برېښنا را ورسېږي او قیمت یې هم کم شوی دی او د برېښنا له راتګ سره اقتصادي وده هم راځي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د دې اړتیا ده چې دولتي ادارې باید د جلال اباد له ښاره ووځي او دباندې ورته اداري کمپلکسونه جوړ شي، هغه له ځوانانو وغوښتل چې د خپل ښار او ولایت د بهبود لپاره په کارونو کې برخه واخلي او خپل مشخص وړاندیزونه او طرحې دې ورسره شریکې کړي چې دا خبرې او وړاندیزونه په یوې عملي طرحې بدل شي.
جمهوررئیس ځوانان ټاکنو کې ګډون ته راوبلل او د سولې په اړه یې د دوی احساس وستایه او په پای کې ځوانانو جمهوررئیس ته هغه بینر ډالۍ کړ چې سلګونو کسانو د سولې په ملاتړ پرې لاسلیکونه کړي و او د سولې په برخه کې یې د جمهوررئیس هڅې ستایلې وې.