یو خطرناک مجرم له زندان څخه په چورلکه کې وتښتېد

روهي (دوه نۍ/۱۱ د چنګاښ)، د بي بي سي د خبر له مخې د فرانسې په پاريس کې د (رېدوین فېد) په نوم يو خطرناک مجرم د خپلو ملګرو په مرسته د زندان له منځ څخه د چورلکې په وسيله تښتېدلی دی.

په خبر کې راغلي چې (رېدوین فېد) ۴۶ کاله عمر درلود او په پاريس کې يې د زندان ۲۵ کلنه دوره تېروله.

د پوليسو موندلو ښودلې ده، چې چورلکه له زندان وروسته د فرانسې (ګونیسا) سيمې ته الوتلې ده، چې هلته سوځېدلې ده. په خبر کې نه دي ويلي، چې فيد ژوندی دی او که په چورلکه کې سوځېدلی دی.

فرانسوي چارواکو ويلي، چې رېدوین فېد په ۲۰۰۱ ک هم د غلا په تور په دېرش کاله بند محکوم شوی وو، چې هغه وخت يې هم له زندان تېښته کړې وه.