
د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ په کږې بازار سیمه کې ناپېژاندي وسله وال د ملکیار هوتک په نوم لیسې ته ننوتلي او د درې ملازمینو سرونه یې غوڅ کړي دي.
ویل شوي وسله والو د لیسې اداره او د کتابونو ګدام هم سوزولی دی.
په یوه بله پېښه کې د چنګاښ پرلسمه د پروان ولایت د یو ښوونځي ۳۰۰ زده کونکې نجونې مسمومې او په روغتون کې بستر شوې وې.
تر دې یوه ورځ مخکې د کابل ښار په احمد شابابا مینه کې هم د یو ښوونځي زده کونکې نجونې مسمومې کړای شوې وې.
ددغسې پېښو په اورېدو د انسان ذهن ته دا خبره او پوښتنه ورګرځي چې دغه خلک له ښوونکو، ښوونځیو او زده کونکو غواړي څه؟ او د زده کړو او ښوونځي ساتنه په کوم دین او د چا په قانون کې دومره ستر جرم ګڼل شوی چې باید مسموم او یا هم ووژل شي؟
اوس نو راشه دې خبرې ته انساني منطق څه چې حیواني منطق پیدا کړه چې ترټولو بې وزله، بې وسه، انسانان(ملازمین) دې د غلا، زنا، وژنې، تېري، غصب، چور او چپاول په تور نه بلکې د انسانیت د روزنې تر ټولو سپیڅلي ځای یانې ښوونځي ساتنې په تور ووژل شي. زه نه پو هېږم چې د کوم کتاب او کوم دین په فتوا کې دې ددغه ډول مظلومو انسانانو وژل روا ګڼل شوي وي؟
دا له بده مرغه د افغاني ټولنې اوسنی حالت او وضعیت هم نه دی چې ښوونځی، ښوونکی او زده کونکی په کې مجرم او کافر ګڼل شوي او د تورو زړونو خاوندانو په نزد یې توبه نه قبلېږي بلکې له لسیزو راهیسې پر دغه مظلوم ولس دغه وحشت او جنایت نازل شوی دی.
دا ښکاره ده چې په نوره نړۍ کې ان له میلاده مخکې ښوونځی، ښوونکی، زده کونکی، کتاب، کاغذ او قلم سپیڅلي توکي ګڼل کېږي. اکاډمي او لیسه په پخواني یونان کې د وتلو فیلسوفانو اپلاتون او ارستو تر ټولو لرغونی او د درناوي وړ میراث دی. له لرغوني یونانه که تېر او خپل سپڅلي دین( د اسلام مبین دی) ته راشو لیدل کېږي چې د اسلام پر ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) الاهي وحی په لوستلو( اقرا) په کلمې راغلې او خپله د نبي کریم (ص) مبارک حدیث شریف دی چې وایي زده کړې وکړه ان که په چین کې هم وي. د زده کړې او علم په اړه د اسلام مبین په لارښوونو کې تر بل هرڅه ډېر ټینګار شوی. پر علم ټینګار د اسلام له نظره د ټولنې خیر او صلاح په مانا ده، په دې کې ستر راز پروت دی او هغه دا چې که څوک عالم وي او علم یې کړی وي هغه نه بې لارې کېږي، هغه جرم او جنایت ته لاس نه اچوي، هغه کس چې علم یې کړی وي له هغه وېره نه ده په کار، هغه پرېږدﺉ ځکه هغه ټولنې ته زیان نه رسوي نو ځکه خو ویل شوي:« وعلم هم وترکهم یانې ویې پوهوه پرې یې ږده» خو پر علم او زده کړې چې له تردید پرته ځای او او وسیله یې ښوونځی، ښوونکی او کتاب دي له دومره ارزښت سره سره هیڅوک نه پوهېږي چې ولې له ښوونځي، زده کونکي او ښوونکي سره په افغانستان کې دا دومره اوږده دوښمني د چا په فتوا او د کومې موخې له پاره روانه ده؟
د غازي امان الله خان کافر ګڼلو یو لامل هم د ښوونځیو جوړول او د هغه عکس د یو مشهور غله او رهزن( د سقاو زوی) مجاهد او خادم دین ګڼلو لامل هم د ښوونځیو بندول ګنل کېږي.
قضاوت دې خپله خلک وکړي چې د یو غازي، هغه چا چې د انګیریز پر ضد یې د جهاد او غزا توره را وایستله او غوښتل یې مسلمان ولس د نورو له احتیاج او غلامي خلاص او پر ځان یې ویسا کړي چې لار یې هم ښوونځی و، هغه کافر او چا چې د هغه(غازي امان الله خان) پر ضد بغاوت وکړ او د علم ټولې ډېوې یې ووژلې او د جهالت توره دوره یې پر وطن واکمنه کړه هغه مجاهد ګڼل کېږي. د ښوونځي، ښوونکي او زده کونکي دوښمني له همدغه فکره را ولاړه شوې او رېښه یې له همدغه ځایه خړوبېږي.
د همدغه فکر پلویان یو معتدل پاچا (ظاهر خان) پر دې ګرم بولي چې د واکمنی پرمهال یې ښوونځي جوړ او زده کړې عامې شوې.
خو د ښوونځي او ښوونکي دوښمنانو تبر ته پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل خورا ټینګ لاستی ورواچاو. ښکاره ده چې جهاد باید د اشغالګرو پرضد شوی وای چې له هره اړخه یې مشروعیت درلود خو له بده مرغه د روسي اشغالګرو پرضد د جهاد توره د اشغالګرو پر ځای پر خپلو ښوونکو او ښوونځیو وکارول شوه. لسګونه زره ښوونکي له دې پرته چې سیاسي دریځ او دیني عقیده یې په پام کې ونیول شي یوازې په دغه جرم چې د ښوونکي دنده لري په ډېره بې رحمي ووژل شول. زرګونه ښوونځي پرته له دې چې ارزښت ته یې وکتل شي او دا په پام کې ونیول شي چې دا د چا شتمني ده په ډېره بې شرمي وسوزول شول او دادی دا لوبه ترننه روانه ده. دغو کسانو کله هم فکر کړی چې څوک او ولې د خپل ښوونکي، زده کونکي او ان خوار ملازم د وژلو لارښوونه او مشوره ولې او د څه له پاره ورکوي؟ له تردید پرته دغه کسان نه دومره شعور لري او نه هم پردې پوهېږي چې ددغه کار ګټه او زیان چاته رسېږي؟
له همدغه ښوونکي او زده کونکي سره د دوښمني پایله ده چې موږ نن ټولې نړۍ ته د خیرات لاس اوږد کړی او ورته اړ یو، په داسې حال کې چې خدای(ج) د کاني زېرمو له پلوه خورا بډایه خاوره راباندې لورولې، هېواد مو له هره اړخه خورا مهم جغرافیایي موقعیت لري، موږ ته هم پاک خدای عقل او استعداد راکړی خو چې خپل ښوونکی په خپله وژنو، د خپل اولاد پر مخ مو د ښوونځیو دروازې تړلي او د بل په اشاره د جهل تور تم ته روان یو په دې کې د چا ګنا ده.
افغان ولس دې پر دې وپوهېږي چې له ښوونکي، زده کونکي او ښوونځي سره دوښمني یوازې له افغانانو او افغانستان سره زموږ د هغو تاریخي غلیمانو په ټونګ او ګټه ده چې غواړي دغه قوم د ځمکې پرمخ تل ذلیل او شرمېدلی وي او بس.