ګيم (لوبه) په بدليدو ده او ډير ژر به نوي لوبغاړي د افغانستان د بربادۍ لپاره ميدان ته راووځي

زه شخصاً د هغې ورځې په ارمان يم، چې يو اباد او سوکاله افغانستان ولرو او په امن کې ژوندوکړو، مګر په اوس وخت کې حالاتو ته په کتو سره د افغانستان د جنګ تمويل کوونکي غواړي چې د جنګ ميدان ته نور لوبغاړي راوباسي او د طالب په نوم د دولت مخالفين دولت سره د سولې او يا په بل نوم جوړ کړي.

وموليدل چې په تيره یوه میاشت کې په کابل کې د علماو لخوا د سولې کنفرانس، په کنړ کې د مولانا فضل الله وژل کيدل او بيا يي په انعام کې د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا په طالبانو درې ورځنې اوربند منل، د هيواد له ګوټ ګوټ څخه د سولې په نوم د کاروانونو حرکت پيل، په کابل کې د يوناما او نورو لويو هيوادونو د سفارتونو مخ ته دسولې کيږدۍ درول دا ټول هغه څه دي چې غواړي نور د طالب په نوم د مخالفت پاڼه واړوي، پوښتنه مې داده چې : سوله دولت نه غواړي که مخالفين؟

ولې د سولې کاروانونه پخپلو ولایتونو کې د مخالفينو مرکزونو ته نه ورځي چې هغوی سولې ته کښنيوي. او يا دا چې له پيښوره د سولې روان شوې کاروان د کابل پرځای د کوټې شورا ته ولې نه ورځي؟ نو حاصل د خبرې دا راوځي چې په دې کاروانونو او لاريونونو سره به دخلکو مبارزه په ښکاره ډول رنګ راوړي او وبه ښودل شي چې د خلکو دپرلپسې غوښتنوسره طالبان دولت سره جوړ شول او تمویل کوونکي به نور نوي لوبغاړي د جنګ ميدان ته راوباسي او په دې سره به په شمال کې په روسیه فشار زيات شي ترڅو افغانستان په لور د خپلې توجو لورې بدل کړي ځکه چې طالبان اوس خپل ورځني ضروريات د روس، ايران، پاکستان او نور زياتو هيوادونو څخه ترلاسه کوي، بدخشان چې په تير کې يو څه امن ولايت وو اوس يي امنيتي وضعيت تر بل هر وخت خراب دی او داعش په نوم پروژه هڅه کوي ترڅو بدخشان خپل د فعاليت مرکز وګرځوي او منځنۍ اسيا هيوادونو ته بيا له همدې ځايه خپل اکمالات په اسانۍ سره کړای شي. ترڅو چې دافغانستان دستونزو اصلي ریښه له منځه ونه ویستل شي نو دامن دعوې راته دروغ ښکاري چې ښکاره ثبوت يي حکومت سره د حزب اسلامي لخوا سوله کول و چې په ښکاره ډول سوله وشوه مګر په حقیقت کې د هیواد په امنیتي وضعیت کې هيڅ بدلون رانغې او لاپسې خراب شو، داسې به له طالبانو سره هم سوله وشي مګر نا امني به دوام ولري، ترڅو چې د جګړې اصلي تمویل کوونکو لاسونه له افغانستان څه لنډ نشي او موږ یو موټې نشو نو د زیاتو لوبو ښکار به شو او دافغان وژنې او بربادونې لپاره به په کمين کې ناستو دښمنانو ته نورې بهانې هم په لاس ورشي.

دهيواد له ټولو امنيتي ادارو څخه مې غوښتنه داده چې دهيواد روان وضعيت په سمه توګه وڅاري او پرينږدي چې دافغانستان په جنګ کې ګټه کوونکي هيوادونه او ادارې دافغانانو په وينو خپل اهداف لاس ته راوړي.
په درنښت