داافغانستان اوپاکستان ترمنځ معاهده

کومه معاهده چي دافغان حکومت او پاکستان ترمنځ وسوه
دامعاهده سراسرافغانانوته دمنلو نده ځکه دامعاهده صرف دپاکستان په ګټه ده
افغانستان په وچه کي يوراګيرملک ده اوافغانستان په ملل متحدقانوني دا حق لري چي افغانستان ته دبهر دليږد لپاره يو لاره جوړه کړي اوهغه د پاکستان له لاري وهند ته دواهګه باډر لاره ده اودا دهند اوافغانستان لپاره ډيره ګټوره ده پاکستان چي په دي باره کي کومه بهانه کوي چي هندموږ ته دنيپال لاره نه راکوي دا ددوي خپلمنځي مسله
اوبايدافغان حکومت دخپلو مالولپاره دپنجشيراو بدخشان لاره جوړه کړي او په پاکستان دافغانستان له لاري وجنوبي اسيا ته لاره بنده کړي ځکه دبدخشان لاره چي دچين سره پوله لري دافغان حکومت او چين لپاره ډيره ارزښت منه او کم مصرفه تماميږي بل فغان حکومت بايددپاکستاني مصنوعاتوپه مقابل کي دافغانستان دمالونو دپاره بل مارکيټ پيدا کړي ځکه چي پاکستاني مصنوعات لکه غوړي٠دوايئ ٠خوراکي مواد اونور ډير بي کيفيته مالونه راليږدول کيږي
هيله ده چي افغان حکومت پدي اړه جدي ګامونه پورته کړي دنيکمرغه افغانستان په هيله
عبدالخالق غزنوي