
افغان حکومت له چین او سیمې له نورو هېوادونو سره په هوکړه رسېدلی چې خپل سوداګريز توکي د دوی له سړکونو چین او روسیې ته ورسوي.
چین ته دا تر ټولو لنډه لار ده او د مالونو لېږد رالېږد په کې لس ورځې نیسي، په داسې حال چې د پاکستان او کراچۍ د بندر له لارې دغه وخت څلوېښت ورځې و.
افغان سوداګر خپل ډېری سوداګریز او صنعتي توکي له چینه واردوي او د جنغوزو په ګډون ځینې وچې مېوې چین ته صادروي.
همدارنګه روسیې ته تازه ترکاري، وچې او تازه مېوې صادرېږي.
پخوا دا کارونه په سنتي ډول پاکستان ته ترسره کېدل، خو پاکستان تل په سوداګرۍ کې سیاسي ملحوظات په پام کې نیول او هڅه یې کوله چې افغان سوداګر له دېوالیتوب او افلاس سره مخامخ کړي. پاکستانیو مامورینو به په بېلابېلو بهانو او پلمو سره د افغان سوداګرو مالونه پخپلو بندرونو کې ځنډول تر هغه چې مالونه به یې له منځه لاړل. ځکه زیاتره صادراتي توکي به تازه مېوې وې چې خلیج هېوادونو، چین او هند ته به صادردېدل.
دغه نوې لار نه دا چې له اقتصادي پلوه افغان دولت حمایت کولای شي، بلکې له سیاسي او امنیتي پلوه هم افغانستان حمایت کولای شي.
افغانستان د شانګهای سازمان څارګر غړی دی او کېدای شي تر راتلونکي کاله د دغه سازمان دایمي غړی شي او له بل پلوه دغه لار چې له کومو هېوادونو تېرېږي د شانګهای سازمان غړي دي.
له دې لارې ایران هم ګټه پورته کولای شي، ځکه چین د ایران د تېلو لوی رانیونکی دی او ایران هم د چین ځینو صنعتي توکو ته اړتیا لري.
د دې لارې بل اهمیت دا هم دی، کله چې ولیدل شي چې د چین او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ کې زیاتوالی راځي، نو چین به د واخان لارې جوړولو ته هم لېوالتیا وښيي. واخان لار د چین او افغانستان تړونکې ده په سوداګرو د ګمرکونو او لارو اضافي خرڅې په دې لار نه راځی او د اجناسو بیې تر ۵۰ سلنه راکمېدای شي.
تر ټولو مهمه دا ده چې دغه لار موږ د پاکستان له بازارونو بې نیازه کوي. که څه هم پاکستان د افغانستان صادارتي توکو ته یو اسانه بازار ګڼل کېده، خو پاکستان د یو بد ګاونډي په توګه تل له افغانانو سره د همکارۍ پرځای دښمني پرمخ بیولې ده.
پخوا د پاکستان په اړه د افغانانو پېژندنه کمه وه، خو اوس پاکستان د یوه دوه مخي، بې رحمه، فرصت طلبه او ناځوانه دښمن په توګه پېژني.
له هند سره په جګړه کې د پاکستان د یوه هیات د غوښتنې پراساس د محمدظاهر شاه حکومت پر پاکستان غرض ونه کړ او نه یې ورسره د اراضی دعوه راپورته کړه؛ خو پاکستان له شوروي سره او اوسنۍ جګړه کې پر موږ ډېرې بدې لوبې وکړې او د یوه ګاونډي په توګه یې نه دا چې حق ادا نه کړ، بلکې لکه قصابان زموږ سلګۍ ورته بابیزه وې او دوی د وازدو په غم کې وو.
پاکستان باید پوه شي چې نور هېڅ افغان له پاکستان سره په دښمنۍ پښېمانه نه دی، ځکه دغه دښمني له یوه بشري ضد، تروریست، خړ سترګي او ناځوانه حکومت سره هرو مرو وه او افغانانو وکولی شول چې په سوداګرۍ کې ځانونه د پاکستان له انحصاره وژغوري. اوس د پخوا په پرتله د پاکستان په وړاندې موږ ډېر پیاوړي یو، ځکه له نورو ګاونډیانو سره مو اړیکې ښه دي او کېدای شي دغه اړیکې تر پراخو سوداګریزو او امنیتي هوکړو ورسېږي او اکثره پاکستاني د پخواني ولسمشر یعنی سردار محمد داوود خان کیسې کوي او وایي چې اوسنی ولسمشر د پخواني ولسمشر په څیر بنسټیز کارونه کوي او زیاتوي چې افغانانو ته یو ځل بیا د پرمختګ او بنسټیزو کارونو فرصت په لاس ورغلی دی.
پاکستان د افغانستان په وړاندې پخپلو ناوړو سیاستونو سره ځان په سیمه کې منزوي کړ او له نېکه مرغه چې افغان حکومت هم وکولای شول د پاکستان په منزوي کولو د عمل ابتکار په لاس کې ولري، چې وروستۍ لار او دې ته ورته نورې لارې، هوکړې او پیمانونه کولای شي پاکستان لاپسې منزوي او د افغانستان لپاره نوې او ګټورې سوداګریزې لارې راډګر ته کړي او په پایله کې مو د پاکستان له شومو اهدافو وژغوري او د یوه هوسا، په اقتصادي ډګر کې غښتلي او تر وړاندې د امن او سولې فضا رامنځته شي او د جګړه ځپلو او ویرجنو افغانانو اوښکې پاکې او د پوهې په ډګر کې د یوه ځلاند او هڅاند افغانستان لرونکي شو او اوسنیو ناخوالو او د جګړې له کرغېړن بهیر څخه ځانونه خلاص کړو.
تر څو وکړای شو په ګډه لاسونه د هېواد رغلو او بیا روغلو ته بډ وهو او په رښتنې ډول د دې خاورې او ټاټوبي د خدمت مصدر وګرځو او تاریخ مو نومونه په زرینو کرښو ولیکي.
په همدې هیله