د پاکستان سترې محکمې د شاهد خاقان عباسي پر وړاندې د یوې ټاکنېزې محمکې پرېکړه رد کړه

روهي (نۍ/۹ د چنګاښ)، د پاکستان سترې محکمې د هغه ټاکنېزې محکمې پرېکړه رد کړه، چې د پخواني لومړي وزير شاهد خاقان عباسي پر وړاندې کړې وه.

ټاکنېزې محکمې ويلي وو، چې خاقان عباسي حق نه لري، چې په راتلونکو ټاکنو کې نوماند شي او يا برخه واخلي. خو د پاکستان سترې محکمې تېره ورځ حکم ورکړ، چې عباسي کولی شي په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

ټاکنېزې محکمې عباسي ته اجازه نه وه ورکړي، چې د پخواني کرېکټ لوبغاړي او اوسني سياستوال عمران خان سره په ټاکنيزو حوزو کې سيالي وکړي، ځکه چې يادې محکمې عباسي ممنوع اعلان کړی وو.

شاهد خاقان عباسي د نواز شريف د مسلېم ليګ ګوند غړی دی او له دې وروسته به له عمران خان سره د راتلونکو ټاکنو لپاره سيالي کوي.