
روهي (نۍ/۹ د چنګاښ)، پاکستاني چارواکي تائيدوي چې هېواد يې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو مخنیوي نړیوالې ډلې (فاینانشل اېکشن ټاسک فورس) له خوا په خړ لېست کې شامل شوی، خو هڅه کوي، چې په تور لېست کې شامل نه شي.
چارواکي وايي، چې دوی له ترهګرو سره د مالي مرستو د مخنيوي او د پيسو د سپينوالي لپاره عملي اقدامات کوي او د تور لېست څخه د ژغورنې هڅې کوي.
يادې نړيوالې ټولنې له خوا تر ۲۰۱۹ ز کال پوري پاکستان ته وخت ورکړی شوی، چې که چېرې جدي اقدامات ونه کړي، نو نوم به يې په تور لېست کې هم راشي.
ایف اي ټي ایف له پاکستان غواړي، چې د طالبانو، اسلامي دولت ډلې، القاعده، جماعت الدعوۃ، فلاح انسانیت بنسټ، لښکر طیبه، جېش محمد او حقاني شبکې د وسله والو ډلو او مخدره موادو مخنيوی پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
د يادونې ده، چې د ۲۰۰۸ او د ۲۰۱۵ کالونو په منځ کې هم د پاکستان نوم څو ځلې په خړ لېست کې شامل شوی وو.