
روهي (نۍ/۹ د چنګاښ)، د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود جاویش اوغلو ويلي، چې ترکيه د سولې په برخه کې د امريکا د پرېکړو ملاتړې ده، خو د امريکا هره پرېکړه نه شو منلی.
نوموړي دغه څرګندونې د ايران او ترکيې ترمنځ د تيلو د سوداګرۍ په اړه کړي دي او زياتوي، چې ترکيه به له ايران سره د تيلو سوداګري د امريکا د فشارونو په اساس خوشي نه کړي.
د مولود جاویش اوغلو په وينا، چې ترکيه به له ايران سره له ټاکل شوې نېټې وړاندې د تيلو د سوداګرۍ له هوکړې څخه بهر نه شي او د راتلونکو نومبر مياشتې وړاندې به، د تیلو له واردولو به پرشا نه شي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير له امريکا څخه د جنګي ایف ۳۵ الوتکو د رانېولو په اړه هيله ښودلې ده او زياتوي، چې په یاده موضوع کې کومه ستونزه تر اوسه نه ده رامنځ ته شوي او په راتلونکي کې هم هيله لرو چې کومه ستونزه راپېښه نه شي.
له دې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ترکيې ته خبرداری ورکړی وو، چې که چېرې دغه هېواد له روسيې څخه د راکټ ضد ۴۰۰ سېسټم واخلي، نو امريکا به پرې جنګي ایف ۳۵ الوتکې خرڅې نه کړي.