د فرانسې له ولسمشر (مانويل مکرون) څخه د ټرمپ غوښتنه

روهي (جمعه/۸ د چنګاښ)، د ګارډين ورځپاڼې د خبر له مخې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالد ټرمپ د فرانسې له ولسمشر مانويل مکرون څخه غوښتنه کړي، چې له اروپايي ټولنې څخه فرانسه بيرون کړي او پرځای به له امريکا سره يو شمېر دوه اړخيز تړونونه وکړي.
 
ټرمپ مکرون ته ويلي دي، چې که چېرې له اروپايي ټولنې څخه ووځي نو امريکا به د سوداګرۍ په برخه کې ورسره تړونونه وکړي، چې د اروپايي ټولنې څخه به يې کټه ډېره وي.

د ولسمشر ټرمپ وروستي سياستونه په ګوته کوي، چې نوموړی د اروپايي ټولنې د خوښې خلاف پرېکړې کوي او غواړي په دې برخه کې خپل ملاتړي ډېر کړي.

د اروپاپي ټولنې د تمې خلاف، نوموړی څه وخت وړاندې له هغې هوکړې هم بهر شو، چې يادې ټولنې، د اوباما ادارې او ايران ترمنځ په ۲۰۱۵ کال کې رامنځ ته شوې وه.