د اپل او سامسنګ شرکتونو ترمنځ اووه کلنه دعوا پای ته ورسېده

روهي (جمعه/۸ د چنګاښ)، د ټېکنالوژۍ په ډګر دوو نړيوالو شرکتونو (اپل او سامسنګ) د يوې اختراع د انحصار پر سره له تېرو اوو کالونو سره جنجال درلود، چې پای ته ورسېد.

اپل کمپينۍ سامسنګ په دې تورنولو، چې په خپلو ځيرکو موبايلونو کې يې د ايفون ډيزاين او ځانګړتياوې کارولې دي او د انحصار حق يې تر پښو لاندې کړی دی.

د دواوړ شرکتنو ترمنځ دغه دعوا د امريکا په سانفراسیسکو کې د یوې فدرالي محکمې له خوا حل شوې، خو د ستوزې د حل په اړه ډېر جزئيات نه دي ورکړل شوي.

د امريکا غږ د خبر له مخې، فدرالي محکمې یوه مياشت وړاندې له سامسنګ شرک غوښتنه کړې، چې اپل شرکت ته ۵۳۹ مېلېونه امريکا ډالر ورکړي، چې د اختراع د انحصار حق دعوا پای ته ورسيږي.

له دې وړنادې اپل او سامسنګ شرکتونو په اروپا او اسټراليا کې د يو او بل پر وړاندې د اختراع د انحصار د حق پر سر، اووه سره دعوا وچلوله.