
روهي (جمعه/۸ د چنګاښ)، د ايران ولسشر حسن روحاني وايي، چې د واشنګټن له خوا پر ايران باندې راغلې اقتصادي او نورې ستونزې او فشارونه مني، خو په هېڅ صورت به خپله خپلواکي د يادو فشارونو قرباني نه کړي.
نوموړي له يوې ټلويزيونې شبکې سره په مرکې کې ويلي، چې په ایران کې د موجوده ستونزو تر شا د واشنګټن لاس دی او امريکا هڅه کې چې ایران په فشارونو کې وساتي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې ايرانيان به د امريکا فشارونو ته په ګونډو نه شي بلکې د ايرانيانو يووالی به امريکا په ګونډو کړي.
د امريکا د فشارونو له کبله د ايراني ريالو بيه نيمه په نيمه راټېته شوې ده، د خوراکي موادو بيې لوړې شوې او په سوداګريز بازار کې يې د سوداګرو نيوکې راپورته کړي دي.
د امريکا او ايران اړيکې له هغه وروسته نور هم سره ترېنګلې شوې، چې متحد ايالت د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړې څخه، چې اروپايي هېوادونو له ايران سره کړې وه، بهر شو.