
روهي (جمعه/۸ د چنګاښ)، ټاکل شوې ده، چې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين به له يو بل سره د فنلېنډ په مرکز (هلسینکي) سره وګوري.
د دواړو ولسمشرانو د لېدنې په پار د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن هم په دې وروستيو کې پلازمېنې مسکو ته په سفر تللی. نوموړي له ولسمشر پوتين سره لېدلي او د احتمالي لېدنې په اړه يې رسنيو ته مالومات ورکړي.
ولسمشر ټرمپ وايي، چې له خپل روسي سيال ولادميير پوتين سره به يې لېدنه د سوريې او اوکراين د مسايلو او ستونزو په اړه وي.
د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن وايي، چې امريکا له هر سياسي او پوځي رقيب سره د خبرو لېوالتيا لري او نه غواړي، چې د ښکر په ښکر کېدنې له لارې ستونزې حل کړي.