
روهي (پنځه نۍ/۷ د چنګاښ)، په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوې ويډيو ښيي، چې د پاکستان د انصاف تحريک ګوند مشر عمران خان د (د بابا فرید شکر ګنج زیارت) تللی او هلته يې سجده کړي.
د بي بي سي د راپور له مخې عمران خان تېره شپه له خپلې ميرمنې (بشری بي بي) سره ياد زيارت ته تللی او په ټولنيزو رسنيو کې يې د سجدې وېډيو نشر شوې ده.
د عمران خان يادې کړنې په ټولنیزو او پر خواله رسنيو کې غبرګونونه راپارولي دي، خو د نوموړوي ملاتړي بيا دا تورونه ردوي.
د نوموړي پلاويان وايي، چې عمران زيارت ته سجده نه ده کړي، بلکې يوازې يې د زيارت دراوزه يې ښکول کړي او زيارت ته دننه شوی دی.