
روهي (پنځه نۍ/۷ د چنګاښ)، په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالتو سفېرې نیکي هېلي په هندوستان کې يو انسټېټيوټ په وينا کې ويلي، چې پاکستان د ترهګرو ډلو لپاره د جنت په څېر دی او امريکا دا ډول سياست نور نه شي زغملی.
نیکي هېلي وايي، چې په پاکستان يو ځل بيا غږ کوي، چې په خپلو پالېسيو کې بدلون راولي او د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه په رېښتنې ډول مبارزه وکړي.
نوموړې دا هم ويلي، چې هندوستان او امريکا بايد د نړیوالې ترهګرۍ په مقابل کې د مشرۍ رول ولوبوي او په ګډه سره مبارزه وکړي، ترڅو نړۍ د ترهګرۍ له ګواښ وژغوري.
د روان ز کال په لومړيو کې د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ پر پاکستان سختې نيوکې وکړې او تر نن ورځې د دواړو هېوادونو اړيکې سره ترېنګلې شوې دي.