پاکستان؛ د ترهګرو ملاتړو په خړ لېست کې شامل شو

(روهي ـ ۱۳۹۷لمریز،چنګاښ۷مه) د پاکستان ديپلوماتیکو له منډو ترړو سره سره تېره ورځ د پاریس غونډې پرېکړه وکړه، چې پاکستان به د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کې شاملوي.
 
د (FATF) نړیوالې ادارې تېره ورځ د غړو هېوادونو په تایید دغه پريکړه کړې ده.
 
ویل شوي، چې پاکستان لا هم ترهګر فعالیتونه کوي او په دغه هېواد کې د ترهګرو مالي ملاتړ لا هم په خپل اوج کې دی.
 
تر دې وړاندې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړل شوی و، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.
 
د درېیو میاشتو په تېرېدو پاکستان بریالی نه شو، چې په دې برخه کې اقدامات وکړي نو له همدې امله د امریکا په ټینګار پاکستان د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کې شامل کړل شوی دی.
 
په لومړي سر کې عربستان، چین او ترکیې ددې پرېکړې مخالفت کاوه، خو وروسته یوازې ترکیې او چین د پاکستان پلویتوب کړی او سعودي عرب يې هم په خلاف رايه کارولې